دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما پر طالب چارواکو ټينګار کړی چې د ټولو نجونو ښوونځي دې...

یوناما پر طالب چارواکو ټينګار کړی چې د ټولو نجونو ښوونځي دې پرانیزي او د رسنيو مسایل دې حل کړي.

ويب ډیسک

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې ديبورا لاینز پر طالب چارواکو ټينګار کړی چې د ټولو نجونو ښوونځي دې پرانیزي او د رسنيو مسایل دې حل کړي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر، يوناما لخوا د اپريل په لسمه په خپره شوې اعلاميه کې راغلې چې دیبورا لاینز د اپريل په نهمه، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه سره په کابل کې وکتل.

 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې نوموړې طالبانو ته په ټینګار سره وويل چې د ټولو نجونو ښوونځي دې زر تر زره خلاص شي. همداراز هغې د رسنيو په وړاندې د خنډونو د ليري‌کولو غوښتنه هم کړې ده. د ديبورا لاينز له خولې ويل شوي: “د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره دې د هغوی سره خبرې وشي.”

 

طالبانو د اګست په پينځلسمه په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ. تر هغې وروسته یې په ډيری ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو بندیز لګولی. دوی همداراز پر رسنيو هم ځينې سختيانې شروع کړې دي. په دې کې د خبریالانو وهل او نيول شامل دي.

 

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونو فيدریشن غړي ضیا بومیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې تر خبرو وروسته مشال راډیو ته وویل: “د طالبانو د استخباراتو ادارې او امر بالمعروف ادارې له‌خوا د رسنیو پر فعالیت او د فعالیت پر څرنګوالي ګڼ محدودیتونه لګول کېږي چې هیله ده د پای ټکی کېښودل شي.”

 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر پيل وروسته په زرګونو خبریالان په غربي هېوادونو کې پناه اخیستو لپاره کډه شوې دي. همداراز په سلګونو نور بې روزګاره شوي دي.

 

همداراز د نجونو د تعليم لپاره په وار وار مظاهرې هم شوې خو طالبان وايي‌چې د شرعي چوکاټ تر برابرولو وروسته به د نجونو لپاره د تعليم دروازې خلاصې شي. خو دوی د دې شرعي چوکاټ تشريح نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه هم په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بېل او د هلکانو هغه بېل وو. استادانې یې هم ښځې وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه