سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههلمند کې د کولرا ناروغۍ له امله په ۲۴ ساعتونو کې تر...

هلمند کې د کولرا ناروغۍ له امله په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰ زیات کسان مړه شوي

ويب ډیسک

د هلمند ولایت سیمه ايزو چارواکو په دغه ولایت کې د کولرا ناروغۍ له امله په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰ زیاتو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.
د باختر دولتي خبري آژانس چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی د هلمند ولايت د روغتيايي چارواکو له قوله ویلي دي چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې څه د پاسه ١٢٠ تنه د کولرا په ناروغۍ اخته شوي دي. چې تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي دي. د دې ولایت د روغتیايي چارواکو په وینا، دغې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه استول شوي او د کولرا د ناروغانو درملنه روانه ده.
په ټولنیزو رسنیو کې په هلمند ولایت کې د کولرا د ناروغانو عکسونه خپریږي، چې ښيي د ناروغانو حالت نازک دی.
تر دې وړاندې د زابل ولایت روغتیايي چارواکو هم په دغه ولایت کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړی وو او ویلي یې وو چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لسګونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. تبه، شدید اسهال او کانګې د کولرا مهمې نښې دي.
د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی او د حفظ الصحې نشتوالی د دې ناروغۍ د خپرېدو لاملونه بلل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه