ويب ډیسک
د افغانستان د ولسي جرګې مخکېنی غړی کمال ناصر اصولي د طالبانو په بلنه افغانستان ته ستون شوی دی.
ښاغلی اصولي چې ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی و، د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستان وتلی و او ګومان کېږي په متحده عربي اماراتو کې اوسېده.
ښاغلي اصولي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي ” پخوا په رسمي ډول د قانون له مخې په قانوني نهاد کې د ولس رسا غږ وم، اوس به د ولس په منځ کې د ولس خادم اوسم.”
افغانستان کې د طالبانو حکومت له وطنه د وتلو سیاستوالو د بېرته ستنولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړی. خو د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده تېره اوونۍ وویل “پخواني چارواکي په څوکۍ ځان سره نه شي کېنولی.”
د طالبانو پر حکومت نېوکه دا کېږي چې له لویه سره یې حکومت له طالب مشرانو او یا هم طالب پلوو کسانو جوړ کړی دی.


