ویب ډیسک
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جګړې پر څرنګوالي نیوکې کړې دي.
ولسمشر ټرمپ، افغانستان کې د امریکا تېره شل کلنه جګړه چې د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو پر ضد یې کوله، څرنګوالی یې مسخره بللی دی.
هغه په یوه اقتصادي ناسته کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د «بریالي کېدو» لپاره جګړه نه کوله او دا پړه یې د جو بایډن پر ادارې اچولې ده.
امریکا د سپټمبر پېښې وروسته په افغانستان کې له ناټو سره یوځای د ترهګرۍ د له منځه وړولو، نشه يي موادو سره د مبارزې او قانونمند نظام رامنځته کولو په موخه راغلې وه.
خو له شلو کالو تېرېدو وروسته یې له طالبانو سره د دوحې تړون وکړ چې په اساس یې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له مذاکراتو ایستلی او طالبان یې حاکم کړل.
کارپوهان وايي، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل نامسوولانه وو، د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملاتړ لاس اخیستلو او طالبانو ته میدان پرېښودلو سره د افغانستان سقوط لامل شو.
اوس که څه هم ولسمشر ټرمپ وخت ناوخت د افغانستان جګړې او هلته د امریکايي ځواکونو پاتې نظامي تجهیزاتو په اړه څرګندونې کوي، خو د افغانستان په اړه ظاهراً روښانه پالیسي نه لري.
طالبان چې تر ټولو زیاتې تمې یې د امریکا په دريځ پورې تړلې دي، تراوسه یې له یادې ډلې سره هېڅ نوعه ښکاره اړیکې، تعامل او خبرې نه دي تایید کړي.
له دې وړاندې ګڼ شمېر طالب چارواکو امریکا سره د ښو اړیکو لرلو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د امریکا لپاره ښه نیت لري – که غواړي رامخکې شي.
# #Afghanistan #NATO #US #2021 #Doha


