د عوامي نشنل ګوند مرکزي صدر ایمل ولي خان وایي، چې له ارواښاد شېخ ادریس صاحب سره یې کورنۍ پخوانۍ اړیکې دي او د هغه د کورنۍ او وارثانو له هر ډول پرېکړې سره به اوږه په اوږه ولاړ وي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې دوی د دغې قضیې په اړه په سېنټ (ایوان بالا) کې هم غږ پورته کړی او د شېخ ادریس د کورنۍ ملاتړ ته به دوام ورکړي.
ایمل ولي خان په خپلو خبرو کې یو ځل بیا په سیاسي او وسله والو ډلو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل:
زما دریځ روښانه دی؛ پي ټي آی (PTI)، پي ټي ایم (PTM) او ټي ټي پي (TTP) ټول یو شان دي. د دوی د ټولو لارښوونه له یوه لوري کیږي او د ټولو تګلاره او هدف یو دی.
ایمل ولي خان ټینګار وکړ چې د دغو ډلو ترمنځ هیڅ توپیر نشته او دوی په یوه ځانګړي ترتیب سره خپلې چارې پر مخ بیايي.


