ويب ډيسک
د امریکا په کانګرس کې جمهوریپال غړي پېټ هاریګان وايي چې باوري دی هېواد به یې په راتلونکې کې بېرته افغانستان ته راستون شي.
نوموړي یکشنبه د سلواغې پر ۲۱مه له «ډيلي سیګنال» رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا سیاسي ماتې د واشنګټن لپاره بالقوه ګواښ دی.
هاریګان چې له طالبانو سره یې هم په جګړه کې برخه اخیستې، له افغانستانه د جو بایډن د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکا ناوړه وتل د دې لامل شو چې سیاست ته مخه کړي.
هغه ویلي: «که افغانستان لکه څنګه چې مو له لاسه ورکړ، همداسې پرېږدو، په رښتیا له خپلو دوښمنانو غواړو چې پر موږ برید وکړي.»
د کانګرس دغه غړي زیاته کړې چې هڅه کوي له راتلونکې نښتې چې په باور یې ښايي رامنځته شي، مخنیوی وکړي.
اخوا، د امریکا دفاع وزیر پېټ هګست ویلي چې له افغانستانه د وتلو څرنګوالی ارزوي.
ټرمپ او ملګرو یې په وار وار له افغانستانه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي د دغه هېواد پر مخکېني ولسمشر جو بایډن نیوکې کړې دي.


