دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد څمکنو پښتنو تاريخ

د څمکنو پښتنو تاريخ

لیک : سردارولي

څمکني چې څوکني يا چمکني يې هم بولي د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده. پښت پوهان دا ټبر د پښتنو د سړبن ټولنيزې ډلې څخه شمېري چې بيا په سړبني پښتنو کې د کند په ښاخ پورې اړه لري. کند په خپل وار په دوو لويو څانگو وېشل شوی دی:

غوري يا غورياخېل:
چې مومند، داودزي، زيړاني او څمکني پکې راځي.
خښي:
چې يوسفزي، مندړ او تر کلاڼي پکې راځي.
د پښتو نا زکخيا ل شا عر حميد ما شو خيل دغه دوه څا نگې دا سې يا دې کړي دي:

چې دا ستا د نا مې بوی اخلي حميده!
څه به نه وي خوش د ما غه غوري، خښي
داسي روايتونه شته دي چې د غو ر يا خيلو او لاده په پيل کې د کند هار په ار غستان کې ميشته وه، چې د وخت په تير يدو سره د غز ني لو يد يزو او سهيلي بر خو ته را غلل چې په اغلب گو ما ن سره ٩١٠ هجري کال او د با بر د وا کمنۍ لو مړۍ شپې او ور ځې وې٠ ويل کيږي چې په هغه وخت کې ددغې قبيلې خلک پوونده او د څړ او ما لدارۍ په چارو بو خت وو٠ څر نگه چې ورو سته ددغې قبيلې د خلکو په شمير کې ز يا تو الی راغی نو بيا د غز ني نه د کا بل پر لوري را و ليږ ديدل ا و بيا له هغه ځا يه د ننگر هار خواته لاړل٠ کله چې غور يا خيل ننگر هار ته ورسيدل ، نو څمکنيو د سپين غره په لمنو کې استو گنه غوره کړه٠ تا ريخ حيات افغاني د افضل خان د تا ريخ مر صع په حو ا له د خپلو ورو ڼو نه ددې قبيلې د بيلتون وجه خپگان بولي او ا خو ن در ويزه هم د نورو ورو ڼو نه د څمکني جلا والی مرور تو ب ښودلی دی، خو ښا يې پو ر تنی ر وايت افسا نوي بڼه ولر ي٠

د څمکنيو د استو گنې سيمې:
څمکني يا څو کني په لا ند نيو سيمو کې مېشته دي
الف- د پکتيا په ولا يت کې:

د پکتيا ولايت څمکني ددغه و لا يت د څمکنيو په او لسو الۍ کې چې د دغې قبيلې په نا مه ور ته د څمکني و لسو الي وا يي٠ څمکني يوه ښکلي دره ده چې د پيواړ د غا ښي جنوب لو يد يز خو اته مو قعيت لري، شمال ته يې د منډ هير مشهور ځنگل او لو يد يز خو اته يې د بکياد غر ونه را څر خيد لي دي٠

ب- په تيرا ه کې:
د څمکنيو د قبيلې هغه شمير خلک چې په تيراه کې ميشته دي د پړه څمکني په نا مه يې يا دوي چې د تيراه په ښکلو غر و نو کې استو گنه لري چې د سپين غره په سهيلي بر خو کې ژ وند کوي٠ ختيز ته يې اپر يدي او او رکزي، لو يد يز ته يې توري، شمال ته يې سپين غر او د جنوب خو اته د تو ري او او ر کزي قبيلو سره گډه پو له لري٠ پړه څمکني د افغا نستان نه د سپين غره په و ا سطه جلا شوي دي او کله يې چې خلک افغا نستان ته سفر کوي نو د اپرېد يو او کو رمې له لارې تگ او ر ا تگ کوي٠ ددوی سيمه د اداري پلوه د کو رمې په ايجنسۍ پورې اړه لري او زياتره د کړ مان په دره کې ژ وند کوي٠

پړه څمکني خوار يکښ او جنگيالي خلک دي ٠ ښځي او نا ر ينه يې ټول په گډه کار کوي٠ ددوی د سيمي زيا تره با راني او للمي دي، خو د مو سم د سو ړ و الي په و جه د غنمو، جوارو او او ر بشو ډيره ښه کر نه پکې کيږي، خو د غه ځمکې ددوی ور ځنۍ اړ تياوې نه پوره کوي٠ همداراز ددوی په سيمه کې ډول ډول ميوي لکه مڼې، زرد الو ، انگور،شفتالو هم پکې پيدا کيږي٠ دغه خلک په خپلو منځو کې شخړې نه کوي او ډير سو له خو ښو ونکي خلک دي٠ د پړه څمکنيو مشهورې څا نگې او ښا خو نه د ادي: ازي خيل،خا ني خيل، خو اجه خيل، اسيا بي، غر بينه او گا نداره٠

په پيښور کې :
يو شمير څمکني د پيښور په شپږ ميلۍ کې او سيږي چې ددوی کلی د ستر او لوی ستا نه حضرت ميا عمر(ر حمته ا لله عليه) د مزار په و جه مشهور کلی دی او د څمکنيو په نا مه يا ديږي٠ همد ا راز د څمکنيو ختيز ته په اته کيلو مترۍ کې د ازي خيلو کلی پر وت دی٠ ازي خيل د څمکنيو يو ه پښه ده٠ په پيښور کې د څمکنيو دنورو مشهورو محلو نو مو نه دادي: قا در خيل، يا سين خيل، بهرام خيل،مصطفی خيل، خو ا جه خيل، چو غه خيل، با زار گهړي، د قصا بانو محله، د مو چيانو محله، د قا ضيانو محله،خا لق اباد،اول نمبر او دويم نمبر کو ټهۍ، سيدان،مسکين اباد، زرين اباد، ميا گان، جمرود اباد،جان خان گهړۍ،حا جي اباد او بابا خيل٠

 

د څمکنيو د قبيلي ښا خو نه:
١- ازي خيل: چې د در په خان خيل،درې پلاره، ابراهيم خيل، خو تي زي، نصر خيل، حسين خيل، لشکري خيل او قمر خيلو په څا نگو ويشل شوي دي٠ ٢-خاني خيل: چې د مموت خيل،مدي خيل،گو ر گه خيل، مبارک خيل،سلطان خيل،مصطفی خيلو، تو له خيل،جمال خيل او شير خا ن خيل په څا نگو و يشل شوي دي٠ ٣-خو اجه خيل: چې په دري خيل،مير زا خيل، گل شير خيل، جلال خيل، لنگر خيل، شوي خيل، حکيم خيل، ولي خيل او فتح خيل په څا نگو ويشل شوي دي٠ ويل کيږي چې د څمکنيو د قبيلي مجمو عي شمير که هغه په افغا نستان کې دي او که په پښتو نخوا کې دي د ي د ٥٠٠٠٠ زرو تنو په شا او خوا کې ښو دل شوي دي٠

 

د څمکنيو د قبيلي مشهور خلک:
1- د څمکنيو حضرت ميا عمر ( رح) چې د څمکنيو په ميا عمر هم مشهور دی او مزار يې د پيښور په څمکنيوکې د خا صو او عا مو زيارت ځای دی٠ ددغه ستر ستانه په اړوند په پښتو کې يوه داسي لنډۍ شته: ” په پيښور کې وليان ډير دي*** کږې جنډې په ميا عمر ولاړې دينه” ددغه ستر ستانه ددرناوي او ستر مقام له کبله د افغا نستان د جلال اباد په ښار کې يو ښوونځی هم شته چې دميا عمر په ښوونځي سره يا ديږي٠

 

٢-حا جي در يا خان با با عبدل خيل چې لوی علمي شخصيت و او په اسلا مي علو مو کې يې لوی لاس درلود٠ ويل کيږي چې نو موړی د څمکنيو د ميا عمر صا حب استا د هم و او مزار يې د پيښور په څمکنيو کې دی٠ ٣- ار وا ښادهد ايت الله خا ن څمکنی چې دصو به سر حد د اسا مبلي سپيکر و٠ ٤-حا جي محمد څمکنی چې يو وخت د افغا نستان په و لسي جر گه کې د پکتيا ولايت د څمکنيو د ولسوالی منتخب استازی و او بيا په ١٣٦٥ لمرېز کا ل کې د يوې لنډې مو دې له پاره د جمهوري رياست مؤ قتي سرپرست پا تې شوی دی٠

سرچينې

١-پښتني قبيلې، د لطيف ياد تاليف،در يم چاپ،يپښور ٦٦-١٠٤-١٠٥- ١٠٦ مخو نه
٢- حيات ا فغا ني ، دويم چاپ ،پيښور ٢٤٣-٢٤٤ مخو نه٠
٣-رشاد ، عبد الشکور ، د څمکنيو مياعمر، د ا جتما عي علو مو مر کز، دا فغا نستا ن د علو مو ا کا ډيمي،کابل، ١٣٦٥ ٠
٤-شينواری ، دو ست محمد،جر گه مجله ، کا بل،٣٨ مخ،١٣٦٣ کال٠
٥- دوړ، شير ر حمن، ا ضلاع، ايجنسي ها و قبا يل ايا لت پښتو نستان،کابل٠١٣٦٤

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه