شاه رخ خان د نانا خاطرې شریکې کړې؛ وايي، خبرې به یې تر پایه په زړه کې ساتم

0
67

د هندي سينما د بالیووډ نوموتي فلمي ممثل شاه رخ خان د نانا له مړینې وروسته د هغه په اړه خپلې خاطرې شریکې کړې او ویلي یې دي چې نانا به یې د رښتینولۍ، ځانګړې مینې او نېغو خبرو له امله تل په یاد وي.

شاه رخ خان لیکلي، کله چې یې لومړی ځل له نانا سره ولیدل، د درناوي او وارخطایۍ له امله یې له خپلو وېښتانو سره لوبې کولې، خو نانا یې لاس لرې کړ او ورته یې وویل: «د اتل په څېر وېښتان مه جوړوه، ته فلمي ممثل یې.»

د شاه رخ خان په وینا، نانا هغه څوک نه و چې د چا د خوشالولو لپاره به یې ستاینه کوله یا به یې هغه خبرې ورته کولې چې اورېدل یې غوښتل؛ بلکې هغه به په ښکاره ورته ویل چې څه باید واوري. نوموړي نانا رښتینی، نېغ په خبرو او د ښکلي موسکا خاوند بللی دی.

شاه رخ خان ویلي، نانا به خپله مینه په ځانګړې توګه څرګندوله؛ لومړی به یې پر چا غږ وکړ او سختې خبرې به یې ورته وکړې، خو له څو خبرو وروسته به سړی پوه شو چې هغه په حقیقت کې خپله مینه څرګندوي.

نوموړي زیاته کړې، نانا ورته لارښود، ښوونکی، نیوکه کوونکی او ملګری و. د هغه په خبره، نانا به له ده او نورو ملګرو سره د کیرم لوبې کولې او پرله‌پسې بریاوو به یې خوند اخیست.

شاه رخ خان د نانا د یاد په تړاو لیکلي، د هغه ځانګړی چلند، خندا، شوخي او مینه به تل د دوی په زړونو کې ژوندۍ وي. نوموړي خواشیني څرګنده کړې چې له نانا سره یې د نورو خبرو، بحثونو، چای څښلو او کیرم لوبو لپاره ډېر وخت نه درلود.

هغه ویلي، د نانا مړینې نه یوازې د سینما په نړۍ کې، بلکې د هند د خلکو او د نړۍ د نورو مینه‌والو په زړونو کې هم تشه رامنځته کړې ده.

شاه رخ خان د نانا هغه نصیحت هم یاد کړی چې ورته یې ویلي وو: «د اتل کېدو په هڅه کې خپل د فلمي ممثل هویت مه بایله.»

نوموړي په پای کې د نانا روح ته د سولې دعا کړې او هغه یې تکړه فلمي ممثل او د کیرم لوبې نه ماتېدونکی اتل بللی دی. شاه رخ خان ویلي، نانا به یې تل یادېږي او خبرې به یې د ژوند تر پایه په زړه کې ساتي.