یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوڅ یوالي کمیټۍ: حکومت مو غوښتنې منلې خو پرلتونه هغه وخت ختموو...

بلوڅ یوالي کمیټۍ: حکومت مو غوښتنې منلې خو پرلتونه هغه وخت ختموو چې نیول شوي کسان راخلاص شي

ويب ډيسک

بلوڅ یوالي کميټی له حکومت سره د خبرو اترو بریالتوب نه پس ګوادر او کوټه برسېره په ایالت کې څو ښارونو کې  له دوه اوونيو نه روان پرلتونه پای ته رسولو اعلان وکړ۔

ګوادر کې د بلوچستان حکومت سینیئر وزیر ظہور احمد بلیدی او بلوڅ یوالي کميټی مشره ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ترمینځ په تیرو څو ورځو راهیسې خبرې روانې وې چې کومې د پنجشنبې په شپه په بریا پاتې ورسېدې.

د خبرو کامیابیدو نه پس بلوڅ یوالي کمیټۍ آرګنائزر ډاکټر ماه رنگ بلوچ اعلان وکړ چې جمعې په ورځ ګوادر کې میرین ډرائیور باندې جلسه کولو نه پس پرلت کوونکي به په قافلو تربت ته روانېږي۔

ګوادر پولیس په وینا پرلت کوونکو په لس بجې پرلت ختمولو اعلان کړی وو، هغوي خپل سامان ټولول شروع کړي وو خو جلسه تر اوسه دوام لري۔

پولیس په وینا ګوادر نه سره سم کوټه کې سریاب روډ، نوشکی کې سټیشن چوک او تربت کې شهید فدا چوک باندې بلوچ یوالي کمیټۍ تر سوري لاندې پرلتونه دوام لري۔

بلوڅ یوالي کمیټۍ غړی بیبرګ بلوڅ اردو نیوز ته وویل چې مونږ خپل احتجاج ختمولو فیصله کړې ده خو مونږ خپل نیول شوو ملګرو د آزادۍ انتظار کوو۔

هغوي وویل چې هغوي ملګري کوئټه ډسټرکٹ جیل هدہ کې ناست دي، څنګه چې نیول شوي کسان آزاد شي هغوي به هغوي واخلي او د کوټه پرلت ته ورسره ځي او بیا به احتجاج ختم کړي۔

د ګوادر ژورنالسټ صداقت بلوچ په وینا پرلت له امله حکومت ښار ټول داخلی او خارجی لارې بند کړي وې چې لکبله یې ښار کې خوراکی توکو کمښت پېدا شوی وو۔

هغوي وویل چې د والسوالۍ چارواکو ګوادر ته داخلیدو لپاره ضلعی انتظامیه نه اجازت نامه ترلاسه کولو شرط هم ولګاوه او ټول مسافر بس مالکان یې پابند کړل چې هغوي به مسافر بسونو کې ګوادر ته راتلونکو او تلونکو کسانو معلومات ضلعی انتظامیه ته په واټس ایپ باندې لیږي۔

صداقت بلوچ په وینا د پرلت کوونکو د تګ نه پس امید ده چې ټولې لارې خلاصې شي او پابندۍ ختمې کړے شي۔

ګوادر او کوئټہ په شمول بلوچستان کې یو شمېر ښارونو کې دا احتجاج 27 جولائی باندې هغه وخت شروع شو کله چې حکومت بلوچ یوالي کمیټۍ بلوچ راجی مچی (بلوچ قومی اجتماع) عنوان سره 28 جولائی باندې کېدونکي جلسې مخنیوي کوشش وکړ۔

حکومت مستونګ، تربت، ګوادر، نوشکی، حب، لسبیلہ او پنجګور په شمول مختلفو ښارونو کې لارې بندې کړې وې او احتجاج کوونکو مخنیوی کړے وو چې په وجه یې امنیتی ځواکونو او مظاهره چیانو ترمینځ نښتې شوې۔

په دې نښتو نه پس مظاهره چیانو مختلفو ښارونو کې لارې بندې کړې او پرلتونه يي کینول .
حالانکه حکومت مظاهره چیان ګوادر ته تګ نه مخنیوي لپاره تېرو دوه هفتو نه لارې بندې ساتلې دي۔ ګوادر کې له هغه وخته موبائل فون نیټ ورک او انټرنیټ سروس هم معطل دی۔

بلوچ یووالي کمیټۍ دعویٰ کړې چې په دې نښتو کې درې کسان وژل شوې دي حالانکه حکومت وایی چې مظاهره چیانو تشدد نه یو امنیتی سرتیری وژل شوے او 16 نور زخمی شوې دي۔

پاک پوځ ترجمان بلوچ یوالي کمیټۍ غیرقانوني تنظیمونو پراکسی بللي او هغوي باندې غیرملکی ایجنډې باندې کار کولو تور ولگاوه۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټی هم ګوادر دھرنے شرکاء او قیادت باندې تنقید وکړ او ویې ویل چې هغوي ګوادر یرغمال کولو سره سی پیک سبوتاژ کول غواړي۔

بلوچ یوالي کمیټۍ ترجمان زیارت په خپل بیان کې وویل چې حکومتی وفد دھرنے غوښتنې منظور کړې دې نو دھرنے ختمولو فیصله شوې ده۔

په غوښتنو کې بلوچ راجی مچی ټول نیول شوي شرکاء آزاد کول او پر هغوي درج شوي مقدمات ختمول، بلوچ یوالي کمیټۍ کارکونانو ځورولو نه کول او د هغوي خلاف مقدمات نه درج کول، ګوادر او مکران ټولې لارې خلاصول او نیټ ورک بحالي شامل دي۔

حکومت سره دا هم پریکړه شوې ده چې احتجاج په دوران وژل شوو او زخمیانو مقدمات ریاستی ادارو خلاف درج نه کیدلو په اړه قانونی چارہ جوئی حق به وي۔ احتجاج په دوران عوام مالی نقصاناتو ازاله به کیږي۔

هغوي وویل چې تحریری معاهدے کې ویل شوې چې د بلوچستان داخله محکمه یو نوټیفیکیشن جاری کړي چې هر قسم پرامن اجتماع باندې طاقت استعمال به نه کیږي۔

ترجمان وویل چې معاهدې ټول نکات عملی کولو لپاره حکومت کمیټی جوړولو اعلان کړې او که چېرې په یو نکتې هم عمل نه شو نو بلوچ یوالي کمیټۍ لپاره به خپل جدوجهد جاری ساتي۔

هغوي وویل چې بلوچ راجی مچی یو ورځنی قومی اجتماع وو چې ریاست طاقت او تشدد استعمال سره یو اوږد پرلت کې بدل کړ۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه