سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاېمل ولي خان: د ثمر هارون په مسلم لیګ کې شاملیدل د...

اېمل ولي خان: د ثمر هارون په مسلم لیګ کې شاملیدل د غلام احمد بلور پریکړه نه ده بلکې د عرفان مروت په څېر انسان پریکړه ده

پښتو جرنل

د عوامي نېشنل پارټۍ صدر سینیټر ایمل ولي خان له خوا د ثمر هارون بلور  د پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی او وايي “الحاج غلام احمد بلور د دې خاورې، دې قام، او دې تحريک لپاره کوم قربانۍ ورکړي دي، هغه هيڅ پېژندګلو ته اړتيا نه لري.

په دې عمر، د دومره اوږدې مبارزې وروسته، هغه نورې ازموينې ته هېڅ مستحق نه دی. يو داسې انسان چې تر شپېتو کلونو زياته سياست د اصولو، وفادارۍ او قربانۍ سره کړې وي، هغه هېڅکله د بېوسۍ يوه انځور نه شي جوړېدلی، او نه به موږ هغه ته دا اجازه ورکړو.

 

ښاغلي ایمل زیاتوي زه د ډېر افسوس سره وايم چې نن چې کومه پرېکړه شوې، دا د حاجي غلام احمد بلور پرېکړه نه وه. دا په حقيقت کې د عرفان الله مروت غوندې يو شخص پرېکړه ده، چې سياست يې نه د قربانۍ درلودونکی دی، نه د تاريخ. خو موږ ته دا وياړ دی چې حاجي غلام احمد بلور نن هم د عوامي نېشنل پارټۍ سره نظرياتي ډول لکه د غر ولاړ دی، څنګه چې تل ولاړ پاتې شوی دی.

 

نن ورځ زموږ لپاره درنه نه ده زموږ لپاره هغه دوه ورځې درنې وې کله چې موږ خپل مشر، شهيد بشير احمد بلور، او خپل ورور، شهيد هارون احمد بلور جنازې پر خپلو اوږو يوړې. نن صرف يو بل پړاو دی، يو بل سياسي موړ دی، خو د دې کورنۍ وقار، د دې شهيدانو وينه، او د هغوی عظمت زما د زړه د تپش غوندې دی.

 

د ثمر بي بي پرېکړه زما لپاره هېڅ حيرانونکې نه ده، ځکه دا خو لا د پخوا نه “پر دېوال ليکل شوې خبرې” وې. ډېر ملګرو لا دمخه راته دا خبره کړې وه. خو نن زه صرف دا وايم  چې  ثمر بي بي که نن تاسو ته د يوې ايم اين اې څوکۍ در په برخه شوې ده، نو دا د هغو شهيدانو د وينې په برکت شوې ده، چا چې د دې خاورې او تحريک لپاره خپل سرونه قربان کړي دي. زه د زړه له کومي دعا کوم چې تاسو به د دغو قربانيو قدر وکړئ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه