زیلنسکي وايي : د کريميا ټاپووزمه به له روسيې بېرته ترلاسه کوي.

0
68

ويب ډیسک

‏د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلينسکي ترکيې ته د سفر په ترڅ کې خپل ترکي سیال سره خبرو کې ويلي، چې د کريميا ټاپووزمه به له روسيې بېرته ترلاسه کوي. زېلينسکي رجب طيب اردوغان سره استانبول کې ليدلي او د سيمه‌ييزې همکارۍ پر پياوړتيا یې ټينګار کړی دی.

اردوغان خپلو خبرو کې ويلي، اوکراين ناټو کې د غړيتوب وړتيا لري او انقره به د دغه هېواد د بيارغونې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

زېلينسکي داسې مهال ترکيې ته سفر کوي، چې روسي ځواکونو پر اوکراين خپلو بريدونه ډېر کړي او اوکراين سره يې د لوېديځ د مرستو ډېرېدو په تړوا خبرداری ورکړی.