ویب ډیسک
ارشد خان، چې په ټولنیزو رسنیو کې د “چای والا” په نوم پیژندل کیږي، د هغه د پاکستاني تابعیت په اړه پوښتنې شوي، چې وروسته نادرا او د پاسپورټ چارواکو د هغه شناختي کارډ او پاسپورټ بلاک کړی دی.
د مردان اوسېدونکی ارشد خان، چې د ۱۷ کلنۍ په عمر کې یې د اسلام آباد په یوه بازار کې د چای پلورلو پرمهال عکس اخیستی و او نړیوال شهرت یې ترلاسه کړ، اوس له قانوني پیچلتیاوو سره مخ دی.
د نادرا او کډوالۍ چارواکو په وینا، ارشد خان د تابعیت اړین شواهد نه دي وړاندې کړي، چې له امله یې اسناد ځنډول شوي دي. چارواکي وايي چې دوی له ارشد خان څخه د ۱۹۷۸ کال څخه مخکې د هغه د پاکستان د استوګنې د شواهدو غوښتنه کړې ده.
ارشد خان د شناختي اسنادو د ځنډولو پر ضد د وکیل عمر اعجاز ګیلاني له لارې د لاهور عالي محکمې د راولپنډۍ بینچ ته مراجعه کړې ده.
عریضه کوونکي په محکمه کې دا دریځ خپل کړی چې له هغه سره ناوړه چلند کیږي او د هغه تابعیت پرته له کوم قوي دلیل څخه په شک کې اچول شوی دی.
د لومړنۍ اورېدنې وروسته، محکمې د اپریل په ۱۷مه نیټه اړوند چارواکي د ریکارډ سره یوځای راوغوښتل.


