دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاستادانو، سپين‌ږيريو او زندانيانو ته هم د کورونا واکسين کېږي

استادانو، سپين‌ږيريو او زندانيانو ته هم د کورونا واکسين کېږي

ویب ډیسک

د کورونا واکسين د تطبيق د څرنګوالي او نظارت کمېټې خپله نوبتي غونډه چې د دې کمېټې ټولو غړيو پکې ګډون درلود، د ملي امنيت د سلاکار د مرستيال صديق الله فهيم په مشري وکړه.

په دې جلسه کې پرېکړه وشوه چې د کورونا واکسين به له روغتيايي کارمندانو او امنيتي او دفاعي سرتېريو ور ها خوا، د ښونځیو معلمانو، د دولتي پوهنتونونو استادانو، سپين‌ږيريو، زندانيانو او په مزمنو ناروغيو اخته ناروغانو ته هم تطبيق شي.

د دې پرېکړو له مخې کوچيان، بې‌ځايه او را ستانه شوي کسان، له مراجعينو سره مخ دولتي کارمندان او د لرې سيمو وګړي د کورونا د واکسين په لومړۍ مرحله کې شامل دي.

د کمېټې غړيو د دې پروسې پر نظارت هم هراړخيزې خبرې وکړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه