یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه د اورښت...

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه د اورښت لکبله لغوه شوه

ويب ډیسک

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه په متحده عربي اماراتو کې د پرلپسې ورښتونو له امله لغوه شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ چې د دغو لوبو کوربه توب او مدیریت کوي ویلي “په دې تړاو د تخنیکي کمېټې غړو، د لوبې او نورو اړوند مسوولینو ترمنځ ناسته ترسره شوه چې په پایله کې یې د لوبغالي د ډېر لوندوالي له امله نننۍ او د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله لوبه لغوه کړل شوه.”

د دریو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې افغانستان له یوه بري سره مخکښ دی، او د وړمې ورځې لوبه یې په ښه توپېر ګټلې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۲مه) پلان ده، چې افغانستان به یې له ګټې سره د لوبلړۍ په نوم کولو هڅه کوي او ایرلنډ به لږ تر لږه هڅه کوي چې لوبلړۍ یوه یوه برابره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه