دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان د فوټسال نولس کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا فوټسال...

د افغانستان د فوټسال نولس کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو کې د ګډون په موخه قرغزستان ته روانه شوه.

ويب ډیسک

د افغانستان د فوټسال نولس کلنو ملي لوبډله نن چهارشنبه د فرورۍ ۹مه د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو کې د ګډون په موخه قرغزستان ته روانه شوه.

 

د افغانستان د فوټسال د نولس کلنو ملي لوبډلې مشر روزونکي خبریالانو ته وویل، لوبغاړي د مرکزي اسیا په سیالیو کې چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته په قرغزستان کې ترسره شي، د ګډون لپاره بشپړ چمتووالی لري.

 

د دغو سیالیو لومړی پړاو به په قرغزستان، ایران، قرغزستان ، تاجکستان او ازبکستان کې د فبرورۍ له ۱۲مې د فبرورۍ تر ۱۹مې په قرغیزستان کې ترسره شي.

 

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، د هېواد د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د فبرورۍ پر ۱۲مه د ایران پر وړاندې ترسره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه