دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهوزیرستان کې له وسله‌والو سره د نښتو پرمهال څلور پاکستاني سرتېري وژل...

وزیرستان کې له وسله‌والو سره د نښتو پرمهال څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

ويب ډيسک

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په سوېلي وزیرستان کې له وسله‌والو سره د نښتو پرمهال څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ رسنیو څانګې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري له وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د نښتې پرمهال پنځه وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې سیمه کې یې، د وسله‌والو له‌منځه وړو لپاره عملیات پیل کړي دي.

پاکستان کې د وروستیو میاشتو پرمهال وسله‌والې نښتې او بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځيان په نښه کېږي.

د دغه هېواد بلوچستان او خېبرپښتونخوا دوه هغه ایالتونه دي چې د نورو سیمو په پرتله په‌کې د ناامنۍ خبرونه ډېر خپرېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه