خواجه آصف: تحریک انصاف له ټي ټي پي سره یوځای د پاکستان پر ضد د جګړې دریځ خپل کړی

0
67

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وايي، تحریک انصاف (پي ټي آی) هڅه کوي د لاریون له لارې پر حکومت فشار واچوي، خو حکومت به د فشار له امله د ګوند غوښتنو ته غاړه کېنږدي.

نوموړي په اسلام‌اباد کې د پارلمان له ودانۍ بهر رسنیو ته وویل، پي ټي آی له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په ګډه د پاکستان پر ضد د جګړې دریځ خپل کړی دی.

خواجه آصف ادعا وکړه چې د افغانستان واکمن حکومت د ټي ټي پي ملاتړ کوي او د دې ډلې د فعالیتونو د تمویل لپاره پیسې ورکول کېږي. هغه پر پي ټي آی نیوکه وکړه چې د ټي ټي پي او د هغې د ملاتړ کوونکو پر ضد یې څرګند دریځ نه دی نیولی.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، په خیبر پښتونخوا کې په ځینو سیمو کې د حکومت واکمني کمزورې ده او وسله‌والې ډلې په بېلابېلو ولسوالیو کې فعالیت کوي.

هغه پر پي ټي آی غږ وکړ چې د مذاکراتو مېز ته کېني، خپل ولایت ته پام وکړي او له وسله‌والو ډلو سره د هر ډول ملاتړ او مالي مرستې مخه ونیسي.

خواجه آصف زیاته کړه چې حکومت به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې غوښتنې د لاریون یا زور له لارې پرې ومنل شي.