فرانسې د افغانستان له اوسني حکومت سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په دغه هېواد کې د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د فرانسوي چارواکو په وینا، د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د فرانسوي دیپلوماتیکې سرچینې په حواله، د دې خبرو موخه دا ده چې د دغو افغانانو د مستقیمې ستنولو لپاره د عملي لارې چارې برابرې شي.
سرچینې ویلي، د خبرو پیل د فرانسې له لوري د افغانستان له اوسني حکومت سره د دیپلوماتیکو اړیکو د عادي کېدو معنا نه لري.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه د اې اېف پي پوښتنو ته له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
د سرچینو په وینا، تر اوسه څرګنده نه ده چې څو کسان به بېرته افغانستان ته ولېږدول شي، خو یوه سرچینه اټکل کوي چې د هغوی شمېر ښايي سلګونو ته ورسېږي. د ستنولو د عملي کېدو څرنګوالی لا هم تر بحث لاندې دی.
د افغانستان اوسني حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.


