لیکنه : داودجبارخیل
د مارچ اتمه یوازې د تقویم یوه نېټه نه ده؛ دا د نړۍ د هغو ټولو ښځو د درناوي، ستاینې او قدردانۍ ورځ ده چې د خپل نه ماتېدونکي عزم، زغم او خاموش ځواک په وسیله یې د انسانیت په تاریخ کې ژور اغېز پرې ایښی دی.
دا ورځ د هغو ښځو کیسه بیانوي چې په خاموشه مبارزه کې ژوند ته مانا ورکوي، د مینې او مهربانۍ له لارې کورنۍ او ټولنه پیاوړې کوي، او د ستونزو او تیارو په منځ کې هم د امید څراغ بل ساتي. ښځه د ژوند د دوام، د امید د رڼا او د انسانیت د مهربان زړه نښه ده.
ښځه یوازې د ټولنې نیمایي برخه نه ده؛ بلکې د ټولنې روح او ځواک دی. د هغې مینه د انسانیت تودوخه ده، د هغې زغم د راتلونکې بنسټ دی، او د هغې اراده هغه ځواک دی چې نړۍ مخ په وړاندې بیایي.
د ښځو پیغام تل دا دی چې:
“زموږ غږ ممکن کله ناکله خاموش ښکاره شي، خو زموږ اراده هېڅکله خاموشه نه کېږي.”
ښځې نړۍ ته دا درس ورکوي چې:
“هیله هغه ځواک دی چې حتی په تر ټولو تیاره شپو کې هم رڼا پیدا کوي.”
او د ښځو بل پیغام دا دی چې:
“پرمختګ هغه وخت ریښتینی کېږي چې ښځه او سړی دواړه د عزت، عدالت او برابرۍ تر چتر لاندې ژوند وکړي.”
په داسې حال کې چې نړۍ کله ناکله د ستونزو او بې عدالتۍ سیوري تجربه کوي، د ښځو زړورتیا او هوډ هغه رڼا ده چې د بدلون لار روښانه کوي او راتلونکې ته نوې هیلې وربخښي.
له بلې خوا، الله تعالی د نارینه وو او ښځو ترمنځ طبیعي توپیرونه او د مسؤلیتونو یو متوازن وېش ټاکلی دی. د اسلامي اصولو له مخې د کورنۍ اقتصادي ملاتړ د نارینه مسؤلیت ګڼل شوی، په داسې حال کې چې پر ښځه د عاید ترلاسه کول لازمي مکلفیت نه دی.
له همدې امله که یوه ښځه زدهکړه ترلاسه کوي، دا تر ډېره د هغې د فکري، علمي او شعوري پرمختګ لپاره وي، نه دا چې حتماً د اقتصادي اړتیا له مخې کار وکړي
د مارچ اتمه موږ ته دا یادونه کوي چې د یوې عادلانه، باعزته او پرمختللې ټولنې بنسټ د ښځو په درناوي، ملاتړ او برابر فرصتونو کې نغښتی دی.
د ښځو نړیواله ورځ دې مبارک وي ټولو هغو زړورو، باوقاره او الهام بښونکو ښځو ته چې د خپلې مینې، صبر او نه ستړې کېدونکې ارادې له لارې نړۍ ته ښکلا، تودوخه او معنا وربخښي.
راځئ نن ورځ یو ځل بیا ووایو:
ښځه ځواک دی،
ښځه امید دی،
ښځه د ژوند رڼا ده. 🌸


