ويب ډیسک
د بلوچستان د صحت محکمې کوارډینیټر ډاکټر وسیم بیګ په وینا، د بلوچستان په ضلع سیوۍ کې د جیل سړک سره نږدې په چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او تر ۲۸ زیات ټپیان دي.
ډاکټر بیګ پاکستاني ډان نیوز ورځ پاڼۍ ته ویلي چې ملکي روغتون ته ۲۸ ټپیان راوړل شوي، چې د پنځو کسانو وضعیت نازک دی.
د چاودنې نوعیت لا تر اوسه نه دی څرګند شوي.
په عین حال کې د بلوچستان مشر وزیر میر عبدالقدوس بزنجو چاودنه په سختو ټکو غندلې او چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې په چاودنه کې ټپیانو ته دې غوره ممکنه طبي درملنه وکړي.


