دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی:پاکستان نه اسلامي نه جمهوري او نه هم د پاکو...

محمود خان اڅکزی:پاکستان نه اسلامي نه جمهوري او نه هم د پاکو خلکو د اوسېدو ځای دی

ويب ډيسک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې پاکستان نه اسلامي نه جمهوري او نه هم د پاکو خلکو د اوسېدو ځای دی. اڅکزی نیوکه کوي چې پاکستان یوازینی هېواد دی چې له واړه څخه نیولې تر لومړي وزیر او ولسمشر پورې ټول ددغه هېواد لوټ کول خپل فرض بولي.

 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن سې شنبه «د مرغومي ۱۸مه» د

 

بلوچستان ایالت په چمن کلا عبدالله خان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې د قانون هېڅ حیثیت نشته.

 

اڅکزي وویل، « نه دا هېواد اسلامي دی، نه دا هېواد جمهوري دی او نه هم دا هېواد د پاکو خلکو د اوسېدو لپاره دی. دا یوازینی هېواد دی چې له واړه یې نیولې تر لومړي وزیر او ولسمشره پورې [ټول] ددې ملک لوټول خپل فرض ګڼي».

 

دغه پښتون سیاستوال په دې باور دی، چې په پاکستان کې روان ناورینونه داخلي رییښې لري او په دې کې د بهرنیو هېوادونو ډېر کم لاس دی.

 

اڅکزي زیاته کړه، « پاکستان چې له کومې ورځې جوړ شوی دی، زموږ د ناسمو کړنو، ناسمو چلندونو او زموږ د خرابو کارونو له امله د سرطان ناروغۍ ته ورته ورځ تر بلې کمزوری کېږي.»

 

محمود خان اڅکزی د پاکستان د پرمختګ لپاره د «متفقه قانون» واکمني اړینه ګڼي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه