ويب ډیسک
د هوا پېژندنې ادارې ويلي، چې نن د لړم ۱۶مه تر سبا د لړم ۱۷مې نېټې پورې د بدخشان، تخار، کندز، بغلان، پنجشېر او پروان په ولايتونو او سالنګونو کې د سخت باران او د واورې ورېدو اټکل موجود دی.
د ياد رياست په وينا، د دغه ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران د ورېدو اندازه له ۱۰ نه تر ۳۰ مليمترو پورې او د واورې اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ساتنيمترو پورې اټکل شوې ده.


