ويب ډیسک
سریلانکایي لوبغاړی دانوشکا ګناتیلاکا د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام په لړ کې د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا پولیسو لخوا د دې هېواد سډني ښار کې پر یوې ۲۹ کلنې ښځې د جنسيتیري په تور ونیول شو.
د شنبې په ورځ یوې ۲۹ کلنې ښځې پولیسو ته شکایت کړی، چې ګناتیلاکا له هغې سره د انټرنېټ له لارې د څو ورځنۍ اړيکې وروسته، تېره چهارشنبه سیډني ښار ته څېرمه په یوه کور کې پرې جنسي تېری کړی دی.
د سريلانکا کرېکټ د دې خبر په ترلاسه کولو، نوموړی له هر ډول کرېکټه په دايمي توګه منعه کړ او د اسټراليا حکومت ته يې د نوموړي محاکمې لارښوونه وکړه.
د پولیسو په وینا، په ۳۱ کلن ګناتیلاکا باندې د جنسي تیري څلور تورونه پورې شوي او د دوشنبې په ورځ به محکمې کې پرې لومړنۍ پرېکړه وشي.


