دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهناڅرګندو کسانو د کابل شمال کې د وارداتي برښنا دوې پايې په...

ناڅرګندو کسانو د کابل شمال کې د وارداتي برښنا دوې پايې په بمونو تخریب کړي.

ویب ډیسک
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوه پايې لمنځه وړل شوي
یاد شرکت زیاته کړې: “نن سهار د ۴:۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د وارداتي برېښنا د ۲۲۰ کیلوولټ دوه پايې د کلکان ولسوالۍ اړوند په میرزاخېلو سیمه کې د ځای پرځای شويو ماینونو د چاودنې له امله لمنځه وړل شوي او دريمه پایه هم لږ تخریب شوې.”

د شرکت د معلوماتو په اساس اوس مهال د وارداتي برېښنا په مسیر کې د کابل په شمول د اړوندو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
دغه شرکت وايي چې په څلورمه پایه کې هم ماین ځای پرځای شوی، خو وايي، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم هڅه کوي تر څو ماین خنثی کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري څو د کارې زمینې په برابریدو سره د پایو د نصب او بیا جوړلو چارې بیا پیل کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه