سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیو امريکايی د ا،ا د ښه سلوک له ليدلو وروسته مسلمان شو

یو امريکايی د ا،ا د ښه سلوک له ليدلو وروسته مسلمان شو

ويب ډيسک

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، يو امريکايى چې افغانستان ته په سفر راغلی او غوښتل یې د بامیان لیدنه وکړي، مسلمان شوی دی.

د باختر اژانس د راپور پر بنسټ، امریکایي انډريس دوشنبه د زمري پر ۱۵مه، د ميدان وردګ ولايت په جلريز ولسوالۍ کې اسلام دین منلی دی.

د باختر په خبر کې راغلي چې نوموړي امريکايي د میدان وردګ-باميان پر لاره د دغې ډلې د جنګياليو د «ښه سلوک» له ليدلو وروسته اسلام سره لېوالتیا ښودلې ده.

طالبانو پر هغه محمود نوم اېښی دی.

د نوموړي امریکايي د هویت په تړاو نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

دې امریکايي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی چې دمګړۍ درې امریکايان له طالبانو سره بندیان دي.

د طالب جنګیالیو د ښه سلوک په هکله ادعا په داسې حال کې کېږي چې دغې ډلې په وار وار په پوستو کې پر هېوادوال ډزې کړي او په ځینو پېښو کې یو شمېر هېوادوالو ان ژوند بایللی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه