ويب ډیسک
د طالبانو لخوا په مسکو کې د افغانستان سفارت ته معرفي شوی دیپلومات جمال غروال به ډېر ژر د پخواني حکو مت د سفیر سید طیب جواد پر ځای دنده پیل کړي.
ښاغلی غروال تر دې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې دنده تر سره کوله.
د روسیې تاس خبری اژانس د یوې سر چینې له قوله رپورت ورکړی، چې طالبانو سید طیب جواد له دندې لېرې کړی او پر ځای یې ښاغلی غروال وراستولی دی.
تېره اونۍ د روسې بهر نیو چارو وزیر سرګې لاوروف هم د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهر نیوچارو وزیرانو په غونډه کې چې په چین کې جوړه شوې وه، ویلی و چې د طالبانو لخوا لومړی ور استول شوی دیپلومات د دوی لخوا منل شوی دی.


