ليک : سميع الله پامير
څو ورځي وړاندي چي مي د روس د بريد په وړاندي د امريکا په تمه د يوکرېن د ولسمشر ولاديميرﺯيلنسکي بې وسي وليده د سائل صېب شعر مي را په ﺯړه شو :
هيڅ امکان يې د راتلو نشته سائله
څه ته ګورې د کوټې په دربچو کي
يوکرېن يو له هغو هيوادونو څخه دى چي په کال 1991
کي د پخواني شوروي اتحاد له ﺯوال وروسته يې د نړۍ په نخشه کي خپل ځاى وموند خو له کومه راهيسي چي روس بېرته د ولاديمير پيوټن په مشرۍ کي پر پښو د درېدو توان مومي امريکا او يورپ يو ځل بيا د روس تر اثر لاندي هيوادونه د روس په وړاندي پر لکۍ ټکوي په لومړي ځل يې پخواني ولسمشر وکټريانوګوويچ او بيا پيټروپوشينکو او اوس هم ولاديميرﺯيلنسکي ته پر ورغوي جنت جوړ کړى وو کله به يې په يورپي يونين او کله هم په ناټو اتحاد کي د ګډون لالچ ورکاوه د روس د راپارولو له پاره يې د يوکرېن په همسايه يورپي هيوادونو کي فوځونه او اسلحې ځاى پر ځاى کړې کله چي څو ورځي وړاندي روس پر يوکرېن بريد وکړ نو امريکا او ملګرو يې يواﺯي د خولې له پېشروه او اقتصادي بنديزونو نور هيڅ ونه کړل ولاديميرﺯيلنسکي يې بې يار و مددګار پرېښود ددې وضيعت په ليدو سړي ته د ناکامه ميني د مينانو هغه د کاکړۍ غاړو مکالمه ورياده شي:
ته چي نه وې د يارۍ
دسمال دي ولي ښوراوئ
ﺯه خونه وم د يارۍ
دسمال مي باد وښوراوئ
امريکا څو مياشتي وړاندي په افغانستان د اشرف غني له حکومت سره تر دې بد تر چلن وکړ امريکا چي په کال 2001ء کي افغانستان ته راغله د مرﺯا غالب خبره چي :
وہ آئیں گھر میں ہمارے خدا کی قدرت ہے
کبھی ہم ان کو کبھی اپنے گھر کو دیکھتے ہیں
اشرف غني چي په کال 2014ء کي د افغانستان ولسمشر شو د لوړي (حلف) اخستو په لومړۍ ورځ يې امريکا ته په افغانستان کي تر کال 2024ء پوري د پاته کېدو معاهده ورلاسليک کړه ،باډر منجمنټ يې وکړ ،سياسي قتلونه يې وکړو ،د افغانستان ولسي او قبايلي ليډر شپ يې نظر انداﺯ کړ ،په لوړو څوکيوو يې ټول هغه ناتجربه کار کسان وګومارل څوک د افغانستان له کندو کپرو نااشنا وو خو يواﺯي افغان نژاد وو مطلب مي دا چي د امريکا تر منشا يې هم 99 سلنه ﺯيات کار ورته وکړ خو امريکا دا هر څه تر پښو لاندي کړل او له طالبانو سره يې د قطر معاهده وکړه
د ايران له انقلابه وروسته امريکا د عراق له ولسمشر صدام حسېن سره کڼى جار کړ صدام حسېن د امريکا په خوله په کال 1980ء کي پر ايران بريد وکړ دې جګړې تر کال 1988ء پوري دوام درلود چي لس لکهه انسانان پکي مړه او شل لکهه ټپيان شوو صدام حسېن تر کال 1990ء پوري د امريکا ملګرى وو لاکن وروسته امريکا د تېلو په لالچ پر عراق بريد وکړ په کال 2003ء کي يې دوهم ځل پر عراق بريد وکړ صدام حسېن يې ګرفتار کړ په کال 2006ء کي يې په بغداد کي په دار کړ پښتانه متل کوي :
هم بوره هم بدنامه
د ايران د رضاشاه پھلوي داستانِ غم اوس هم خلکو ته ياد دى څوک چي د امريکا تر ټولو ښه وفادار وو رضاشاه پھلوي په ايران کي د امريکا هر جايز او ناجايز فرمان صادر کړ او حتىٰ د ده په دفتر کي يې ګرين فون ايښى و کومه لارښوونه چي به يې ورکوله ده به پر هغه ژر تر ژره عمل کاوه د امريکا په وفادارۍ کي دومره تر انتها ولاړ چي يورپي پرېس د “امريکن ګورنر “په نوم ونوماوه دې ټولو کړنو دى له اولسه پردى کړ لاکن چي څه وخت د ده وړاندي بغاوت پيل شو او بده ورځ ورباندي راغله او دى له ايران څخه په وتلو مجبور شو نو له هم هغې ورځي امريکا اړيکي ورسره پرې کړې جهاني صېب ډېر ښه ويلي دي :
له پرديو بڼو خير نه دى چا وړى
خداى ټپوس ،طاووس طاووس دى پيدا کړى
هر بنده چي له خپل قام څخه جلا سي
عاقبت به د ټپوس په رنګ رسوا سي
د انګولا باغي سردار جوناس سيومني هم د امريکا خواخوږى ليډر وو چي سر وکال يې د امريکا د ګټو جګړه کوله په کال 1992ء کي امريکا ده ته له کميونسټانو سره د سولي د معاهدې حکم ورکړ ده معاهده وکړه خو په نتيجه کي يې دى لاس تړلى شو لاکن څه وخت وروسته کميونسټانو د ده پر هېډ کوارټر بريد وکړ او دى وتښتېدى خو امريکا يې بيا هيڅ تپوس ونه کړ.
په ناکا راګوا کي چي څه وخت د کميونزم تحريک پيل شو امريکا اناس تا سيو سو ته کميونزم په وړاندي اسلحه او ډالر ورکړو لکه ﺯموږ ﺯړو مجاهدينو صاحبانو ته
اناس تاسيو سو د امريکا جګړه خپله جګړه وبلله په کال 1979ء کي چي څه وخت په ناکا راګوا کي وضيعت کړکېچن شو نو دى له هيواده ووت له هغې ورځي څخه امريکا د ده له پېژندلو څخه انکار وکړ هغه د دروېش صېب شعر دى :
که يې له مخه يوه طرف ته شوې نو هېر به دي کړي
ﺯما جانان لکه هنداره حافظه نه لري
اناس تاسيو سو پاته ژوند په ځنګلونو او غارونو کي تېر کړ خو که چيري رضاشاه پهلوي ، جنرال پنوشې ، جنرال نوريګا ،جوناس سيومني او اناس تاسيوسو نن ژوندي واى ګومان کوم له ډاکټر اشرف غني سره به يې په يوه غار کي پنا اخيستې وائ کېدلائ شوائ په تاريخ کي د يويشتمي پېړۍ “اصحاب کھٰف”ورته ويل شوي وائ خو افسوس ….
مطلب مي دا چي د امريکا بهرنۍ پالېسي کومي ته چي دوى “ډسپوﺯل ډپلومېسي ” وايي له دا رنګه لسګونو بېلګو ډکه ده.
خو په پاى کي د نړۍ هغو هيوادونو ته چي د امريکا په بلاک کي ځي او يا يې ملګرتيا کوي په مشورهِ خير کي دا ټپه ورکوم:
ته تر تړلي سپي راتېر شه
تر دې ملاله خوله به ﺯه در تېره شمه


