یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيراشد خان په نړۍ کې لومړی هغه توپ اچوونکی شو، چې په...

راشد خان په نړۍ کې لومړی هغه توپ اچوونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۶۳۳ ویکټې لري

ويب ډيسک

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان اوس په نړۍ کې لومړی هغه توپ اچوونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۶۳۳ ویکټې لري.

 

په دغو شل اوریزو سیالیو کې د راشد خان نړیوالې او نورې سوداګریزې لوبې شاملې دي.

 

راشد خان تېره شپه د جنوبي افریقا په شل اوریز تجارتي لیګ کې د یو لوبغاړي دینت ویلالاګي په سوځولو سره دا ریکارډ جوړ کړ. تر راشد خان وروسته د ویسټ انډیز لوبغاړی ډي جې براوو دی چې ۶۳۱ ویکټې لري، خو هغه له لوبو څخه استعفا کړې ده.

 

راشد خان په ۴۶۱ لوبو کې یاد شمېر ویکټې اخیستې دي او ډي جي براو بیا په څه باندې ۵۸۰ لوبو کې ۶۳۱ کسان سوځولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه