یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشاعري ،مذهب اومابعدالجدیدیت

شاعري ،مذهب اومابعدالجدیدیت

لیک : پروفېسررازمحمدراز

درجعتي فکرحامل څه خلګ پوښتنه راڅخه کولای سي دناورپه ولاړو اوبوکي دډبرو تسولو څه ضرورت راته پېښ سوی دی اودې ته ولي هڅېدلی یم چي متفقه الیه یوه نظریه ترانتقاد لاندي وینم دکوم تراثر لاندي چي شاعري ،ادب او نور فنون دعقیدې دکورمریان اومینځي ګرځول سوي دي :

خبره دا ده اوسنۍ کومي پښتو مجلې چي په لراوبر پښتونخواکي دخپرېدو عزت په برخه لري ، که څه هم پرخپل ځای د ډېر قدر وړ دي لاکن سوال دا دی چي د ادب دجمالیاتي فلسفو په نزد اوپه ځانګړي ډول دمابعدالجدیدیت اونورو جدیدو فلسفو په تناظرکي کوم ادبي ارزښت اوفکري تول لري ؟
پښتوادب که څه هم د هېت (فارم) په حواله ډېر نوي اصناف او اصطلاحات خپل کړي دي اوس په نژدې کي یې دجاپان د ادب څخه د هایکو صنف هم اخیستی دی نو آیا ددې څخه دا نتیجه را ایستل به په منطقي حواله څومره ارزښت ولري چي پښتو ادب او فن مخ په وړاندي غټ ګامونه اخیستي دي ؟

زماپه نزد یو بل د پوښتني سوال دا دی چي دنورو د ادب او فنونوڅخه د نوي اصنافو او اصطلاحاتو د اخیستلو عمل نوبیا د پښتني تخلیقکارانو وفکري ارتقا ته څومره توان او طاقت ورکړی دی ؟

زماپه نزد د پښتوادب اوفن غمیزه هم دا ده چي موږ د فېشن په توګه دنورو اصناف او اصطلاحات په ادب کي په کار راوړو لاکن په فکري حواله ټولنیزرجعتي فکرخپل اساس ګڼو او دهرقسم بدلون دمخ نیولو په مقابل کي مبارزه کول خپل ایماني فرض ګڼو :

نامتومفکر وال پول ویناکاندي چي :
کوم خلګ چي د غور او فکرماده لري نو دا دنیا دهغو لپاره دطربیه (کامیډي ) حیثیت لري اوکوم خلګ چي ځان فقط د احساس په حواله کړي نودا دنیا دهغو لپاره دغمیزي (تراژیدي ) په مثال ثابته سي !

د وال پول دویناپه تناظر کي که وپښتني ټولني ته وکتل سي نود احساس په کچه د ژوند تېرولو نفسیات لرونکي دا خلګ دتاریخ په څومره اوږدو کي دغمیزي د ژوند سره مخامخ پاته سوي دي .

پښتانه دتاریخ دجبر اودخپلي جغرافیې په سوب د نورو مترقي تهذیبونوسره ډېر نااشنا پاته سوي دي اوسرسخته ملاییت دفکري استحصال لاندي په کامل هنرسره ړانده او کاڼه ساتلي دي ،دا استحصال وهلي پښتانه هغه خلګ دي چي دیادو سوو اسبابوپه رڼاکي مخ په وړاندي دګامونو اخیستلو په نفسیاتي (اروایي )خوف کي مبتلا زړونه او ذهنونه لري،عام پښتانه خو پرېږده دلته د ادب او فنونو په ډګرکي ولاړزموږاکثره تخلیق کاران د دې نفسیاتي(اروایي) ستړي سره مخامخ وینم،زموږ ډېرکم شاعران اوتخلیق کاران دا نفسي زړورتیا لري چي دموجوده اشیاوو،او نظریاتو پراصلیت باندي دشک وفلسفیانه طرز استدلال ته رجوع وکړي ،زماپه فکر دملاییت تراغیزي لاندي دمځکي پرمخ پښتون هم یوازنی قام دی چي دفلسفې څخه دخوف په حالت کي ژوند تېروي ،پښتون له مرګه خونه بېریږي لاکن خپل یو زوړ منفي روایت ورته پرېښودل ترمرګ هم زیات ستونزمن کار څرګندیږي .

وپښتنو اومسلمانانو ته ورپېښ دا صورت حال دیورپ دتاریخی صورت حال سره ډېر مماثلت (ورته والی) لري ،یووخت چي یورپ د کلیساتراستعمار لاندي و،نودیورپ خلګ هم څه زرکاله په دې کمتره ذهني اونفسیاتي صورت حال کي ژوندتېراوه بیاچي کله تحریک احیاالعلوم وچلېدی دمذهب د اصلاح غورځنګونه ومنځ ته راغلل دکلیسا د برلاسۍ څخه یورپ ازاد سو اوپه یورپ کي قومي دولتونه جوړ سول نو اروپایي ذهن وفلسفې اوساینسي استدلال ته رجوع وکړه ، د فرانسې انقلاب دیورپ ټوله بڼه وربدله کړه د جمهوریت او جمهور ریس دحکمرانۍ پیل وسو، که څه هم بیرته یې د بورژوازي په دوړو مخ سپېره راغلی دا هغه تاریخي اړخ و،چي د صنعتي انقلاب پیل هم ریښه ونیوله اود مسلمانانو په هره حواله زوال شروع سو،دصنعتي انقلاب څخه وروسته درې سوه کاله کیږي چي مسلمانان مخ په شا او اروپا مخ په وړاندي د ودي پرلارروانه ده :

ددې دومره اوږده تمهیدپه تناظر کي مي ویل دا غوښتل چي د اروپا دسماجي ،اقتصادي او تهذیبي ارتقا په عمل کي زمانه په زمانه د اروپا روڼ اندو ،لیکوالو،شاعرانو او نورو تخلیق کارانو بنیادي کردار ادا کړی دی ،دفرانسې د انقلاب په بریالیتوب کي دنورو سماجي عواملو سره ،سره د فرانسې لوړو مفکرانو ډېراهم کردار ادا کړی و،ویل کیږي که د والټېر ،روسو،دېدرو او نورو روڼآندو شعوري هڅي په کارنه وای اچول سوي نوشاید دفرانسې انقلاب پرټاکل سوي وخت باندي نه وای رامنځته سوی :

د ذکرسوي تاریخي حوالې په تناظر کی بیرته د اوسنیو پښتومجلوپر حقیقت باندي په تکرار سره خبره کول غواړم،که ددې مجلو ټایټلونه دیوه اوبل سره بدل سي نو د ادب موادو او فکري ارزښت په اړه یې بیاترمنځ څه جوهري توپیر نه ښکاري هغه زاړه موضوعات دهغه زاړه ،روایتي ،قبایلي ،مذهبي ،ټولنیز،سماجي نفسیاتو په چوکاټ کي دڅه نوي اصطلاحاتو او اصنافو په شمول سره په کار راویستل سوي دي :

پوښتنه پیداکیږي چي ددې فکري جمود اوتهذیبي وروسته پاته کېدني علت څه دی؟
زماپه فکر دا یوه ډېره ارزښتناکه پوښتنه ده باید چي زموږ د ادب او فن د دنیا ښکاره او اهم خلګ و دې ته ځواب ووایي :

په دې لړکي زماخپل نظر دا دی چي موږ پښتانه لیکوالان او تخلیق کاران لا ادب دهغه دځانګړي مابعدالطبیعات اودهغه د خپل ابدایت په تناظر کي نه پېژنواوموږ هم دعامو خلګو په څېر ادب اوفن ته دعقیدې اوپښتني کدرونو په مقابل کي ټیټ حیثیت ورکوو:

د ادب اوفن خپل ځانګړي مابعدالطبیعات اوابدیت خو پرېږده موږ خودمیني اوالفت ابدیت هم نه پېژنو ،ارواښاد حمزه شینواری صاحب په یوه شعرکي داسي وایي:

ماکوزورته لېمه کړه زماسرنه ټیټېده
شاید چي په الفت کي هم افغان پاتي کېدم
زه دحمزه صاحب دلوړشاعرانه مقام ډېرمعترف یم لاکن زه ددې شعرسره په دې اتفاق نلرم چي زما په نزد پښتني کدرونه که مثبت دي خوافاقي نه دي ،مینه،فن او ادب دپښتو اوعقیدې په مقابل کي خپل افاقیت اوابدیت لري اوزموږ تخلیق کاران باید چي و دې ته رجوع وکړي اود ادب اوفن خپل مابعدالطبیعات اوابدیت وپېژني ،دلته یوڅوک پوښتنه پورته کولای سي چي په خپله پښتني ټولنه یوه روایتي قبایلي اومذهبي ټولنه ده نوشاعران او لیکوالان یې پرمختللی فکراونظر بیاله کومي راوړي ؟
زما استدلال دا دی که چیري شاعران اولیکوالان ترخپلي ټولني په شعوري اوفکري حواله لوړ قامتي اوپېش قدمي ونه لري اودنوي زمانې دتنقیدي اوتجزیاتي رساذهن سره ځانګړې پېژندګلوي اوپيوستګي ونه ولري نودلوېدلو موضوعاتو حامل تکراري تخلیقي عمل یې بیاکوم ادبي ارزښت او جوازلري ؟

لب اورخسار زموږ په کلاسیکي شاعرۍ کي په ډېر شاعرانه هنرسره ستایل سوي دي هم دهغوپه تقلید کي دڅه نوي ردیف اوقافیې په قیود سره په بیرته ددې ذکرکول نوڅه شاعرانه نوښت او ندرت لري ؟
د دې مطلب دا نه دی چي څوک دي اوس نوپه شاعرۍ کي د دې ذکر نه کوي نه دشاعرۍ لغوي مانا خودلویه سره دښځي سره خبري کول دي همدا نظر دشاعرۍ اساسي جمالیاتي(ښکلاییز) محور دی ،دلته زما غوښتنه دا ده که څه هم دغه زاړه موضوعات اومحسوسات یونوی جمالیاتي اوفکري شالید ولري نوبیاهم دغه زاړه موضوعات اومحسوسات نوي ماناوي ښندي ،په همدې توګه موږ پښتو ادب اوفن د روایتي استحصال اوفکري جمود څخه خلاصولای سو:

زه دخپلي موضوع په ستونزي خبریم ځکه دڅرګندوني لپاره په شعوري حواله څوځله و تکرار ته هڅه کوم چي خبره زیاته سپړېدلې بڼه ولري ،زمامطلب دا دی چي موږ په یوویشتمه پېړۍ کي هم د جدیدیت(نوي والي ) جوړښتونو ،رد جوړښتونو دجدید حس او مابعدالجدیدیت دجدیدو ادبي اوفکري فلسفو پرځای دخپل ادب اوفن د ارزښت ټاکلي پیمانې اومعیار اوس هم په ماضي کي لټوو او لا د ړانده تقلید په ناچاره رنځ اخته یو :

بې ځایه به نه وي که په لنډه توګه پردې جدیدو نظریاتو اوپه ځانګړې توګه سره دمابعدالجدیدیت پرنوې تیوري باندي یوڅورسمي غوندي خبري وکړو:
رینې ډیکارټ(۱۶۵۰-۱۵۹۶) دنوي فلسفې بابا ادم ګڼل کیږي ،ده د نوي فکر په رغونه کي دهغو دوو تصوراتو بنیادي کردار ادا کړی دی ،هغه هم د امام غزالي په څېر دخپل کار د طریقې پیل له (شک) څخه کوي او دوهم مهم تصوریې دبدن او ذهن دثنویت نظردی دبدن او ذهن د دوی پر نظري حقیقت باندي دساینسي علومو ډېري نوي دروازې خلاصي سوې :

دانسان خود اعتمادۍ په دې دورکي جدیدیت د ادب اوهنرومیدان ته (دجمالیاتي خودشعورۍ) یونوی فکري رجحان وروپېژاند او داخلیت فکري ارزښت پیداکړاوددې پربنیاد او ذریعه باندي یې بیانیه انداز مسترد کړ لمحاتي تاثیر یوتخلیقي او ترجیحي ارزښت وګڼل سو د جدیدیت دې نوو کدرونو اومسلکونو دغرب ادب اوهنر ډېراغېزمن کړ:

په انګرېزي ادب کي چي کله پرجدیدیت باندي خبره کیږي نوله دې څخه دهغو موخه درې اساسي عناصردي ،دشعور ازاد بهیر ،داخلي مکالمه اودیورپ دکلاسیکي ادب سره تړون،ددې تر څنګ په ناول اولنډه کیسه کي دکردارونو اوپلاټ نشتوالی هم د جدیدیت یوه بله ځانګړتیا بلل کیږي ،دا نظریات دشلمي پېړۍ په اوله او دویمه لسیزه کي وړاندي سوي وو، له دې وروسته طلسماني حقیقت خوښونه هم دجدیدیت برخه وګرځول سوه ډاکټرمنظوراحمد په خپل یوه اردو مضمون کي داسي لیکي :

په اردو ژبه کي دتیري پېړۍ په وروستیو دوو درو لسیزو کي د جوړښتونو ،رد جوړښتونو ،جدیدیت ،اشاره ،علامتونو اومابعدالجدیدیت په څېر ډېر نوي اصطلاحات راننوتل او ورسره څه نابلدنومونه لکه ساسو،ډریډا او څه نور خلګ داسي مقبول راغلي دي لکه تردې وړاندي چي دعلم وهنر په حواله دکارل مارکس ،فرایډ او نطېشې اسمونه پېژندل سوي دي .

دمابعدالجدیدیت او جدیدیت ترمنځ دفکر ونظر په حواله څه زیات توپیرسته ،مابعدالجدیدیت یوداسي ازاد خیال او وسیع المشرب غورځنګ ګڼل کیږي چي ریښه یې دفکري جمالیاتو او حسن تعمیر سره پیوستون لري :

په اوسنی دور کي دانفارمېشن ټیکنالوژۍ دپرمختګ په سوب د مځکي مراندي ډېري رالنډي سوي دي پرمقامي اوبین الاقوامي سطح باندي دتهذیبي اوثقافتي اشتراک او افتراق ،رد و قبول اود تعمیراوتخریب چي کوم انتشاري صورت حال رامنځ ته سوی دی نود دې عالمي صورت حال بشري اوتجزیاتي مطالعې ته هم د مابعدالجدیدیت نوم ورکول کیږي :

مابعدالجدیدیت خپله لمن دجدیدیت(ماډرنیزم) اونوښت خوښوني(ماډرنیټي ) په تاریخي حقیقتونو اوپه فکري خصلتونو ډکه اوماموره لري ،دمابعدالجدیدیت غټه حواله دتیوري څخه د انحراف رویه ده په ادب کي ساختیات (جوړښتونه ) او رد ساختیات (رد جوړښتونه ) تر ټولو نوي ادبي رجحانات و،دجوړښتونو تیوري دفردیت کمبله ورټوله کړه ټولني اوژبي ته یې اولیت او ترجېح ورکړه او رد جوړښتونو بیا د ژبي اهمیت کم کړ او دلفظ و معنویت ته یې ډېر اړخونه اوجهتونه وروبخښل ،رد تشکیل دمسایلو نشاندهي خووکړه لاکن ددې مسلو دحل کولو په کارکي د سپېرې ناکامۍ سره مخامخ راغلی ، د اشاراتو ،کنایاتو ،استعارو او علامتونو په ډېرښت کي اوخوپ کي حقیقت په سر سره خپله پېژندګلوي له لاسه ورکړه مابعدالجدیدیت دخپل انتقادي نظرپه وسیله ددې صورت حال د اصلاح اوسمتیا کارپه غاړه واخیستی :

نیو فرینچ تیوري چي په یوه خوا یې دسرمایه دارو د اقتصادي غلبې دفروغ(زیاتوالی) حقیقت په ګوته کړ نو پربله خوا یې دروشن فکرانو په فکري تنګ نظرۍ باندي ټینګي نیوکي هم وکړې:

 

زموږ د دې اوږده او پېچلي بحث په یوڅو لفظونو کي حاصل دا راوځي چي دفردیت وتنقید ته ساختیات او د ساختیاتو و تنقید ته رد ساختیات ویل کیږي ،ددې جدیدو نظریاتو و تنقید ته بیا د مابعدالجدیدیت دجدیدیت دتنقید دویم نوم دی :

دلته په یوڅو لفظونو کي دجدیدیت دتعریف کولو هڅه ترنظر لاندي موضوع اړتیا راته مالومیږي ویل کیږي چي جدید شاعر دجدیدو ښارونو په حواله اوتناظرکي دخدای ،کاینات ،انسان او ژوند د رشتو له نیوي سره دتشرېح او دریافت هڅه کوي ،په جدیده شاعري او نورو فنونو کي هم دا خلیقي هڅي په کار اچول سوی دي ،جدیدیت د نوو ښارونو اوصنعتي ټولنو دهغه وخت متغیر مزاج یومنطقي نتیجه بلل کیږي :

دلته دجدید ښار په تناظر کي د اردو شاعرۍ یو ډېر جدیدشاعردخدای سره دخپلي رشتې دنوي دریافت په حواله داسي ویناکاندي :

فکر ایجاد میڼ ګم هوڼ مجهې غافل نه سمجه
اپنې انداز په ایجاد کرونګا تجهکو
زه ستا د ایجاد کولو په فکر کي له ځانه اوجهانه بې پروا یم ،ته مي تغافل شعارګڼلې څښته ، البته ستا دا ایجاد زما پرخپل ځانګړي طرز ایجاد باندي بنادی ،لکه څنګه چي مي اګاهو هم ذکر کړی و،دمابعدالجدیدیت او جدیدیت ترمنځ په فکري سطح باندي زیات توپیرنسته .

مابعدالجدیدیت دمعنویت اواختلاف اومرکز ګریز رویو ته بنیادي اهمیت ورکوي ،هغه چیري چي علاقایي اومقامي ثقافتونوته احترام لري هلته په بله خوا د یورپ د روایتي فلسفو ټوله لوی لوی بتان ریزمریزایږدي ،کوم چي دعالمي صداقتونو او افاقي سپېڅلتیاوو دعوې داره هم دي مابعدالجدیدیت دتمام اصولونو او نظریاتو دتکذیب او استرداد و کارته ملا تړلې ده ،که په غور ورته وکتل سي نو دا یوانقلابي سیاسي تحریک دی کوم چي په دانشورانه اصطلاحاتو اومکالمې کي دځان څرګندونه کړې ده
دا نظر خپل هیڅ یوځانګړی تعریف نه وړاندي کوي ولي چي هغه ځان دتعریف په تنګه دایره کي بندي کول نه غواړي اوس دلته مسله دا ده که یو څیز یوټاکلی تعریف نه ولري نوبیایې دمسترد کولو فکري هڅه څه زیاته نتیجه هم نه ورکوي :

دمابعدالجدیدیت له سیاست څخه ترریاست ،مذهب اوتهذیب پوري واړه تاریخي جبرونو ته شکست ورکوي او د رد تشکیل په وسیله د ژوند د هري ګوښې نوي وضاحتونه ،نوي تشریحات ،نوي اړخونه او نوي ماناوي د ادب اوفن اوفکر و ډګر ته معرفي کوي :

په یوه داسي وخت کي چي دسرمایې نوی منطق په نوي سماجي ساختیاتو کي (ټولنیزوجوړښتونو) کي اساسي کردار ادا کوي ،نو د علم اوپوهي او روشن خیالۍ غوښتنه دا ده چي د مابعدالجدیت تخلیقي قوتونه ددې نووسماجي ساختیاتو د رد کولو او فریب شکنۍ دپاره په کار واچوله سي :

دنیوې فرنچ تیوري په تکرارسره وایم چي پر هیڅ کلیې یانظر باندي زور نه ورکوي لهذا (تنقیدي تیوري هم باید چي په ځان کي څه نرمي اولچک پیداکړي ) :

دمابعدالجدیدیت پرفلسفه باندي په تفصیل سره دخبرو کولو پس اوس وموږته دا امراسانه اومنطقي ښکاري چي موږدخپلی خاوري ومیټاسایکالوجي ته (یعني وپښتني سماجي عام مسایلوته ) یوجدید تناظروټاکو:

برمحل راته برېښي چي دمضمون پردې وله باندي دپښتوادب او دفن معروفو خلګو او نقادانو ته بلنه ورکړم او و دې کارته یې وګمارم چي دخپلي خاوري دمیټاسایکالوجي او ادب ستونزوته د مابعدالجدیدیت نوی او جدید تناظروټاکي اومابعدالجدیدیت چي دسیاست،مذهب او تهذیب و تمدن او ټول تاریخي جبراواستحصال ته دشکست ورکولوهڅه وکړي دخپل فکر طرز احساس او تخلیقاتو برخه یې وګرځوي :

مابعدالجدیدیت چي د رد تشکیل په وسله د ژوند دهري ګوښې نوي وضاحتونو ،نوي تشرېحات ،نوي اړخونه او نوي ماناوي سپړي ،دا واړه د پښتو فن و ادب ته په خلاص زړه ذهن سره متعارف کړي او پښتو ادب اوفن دهغو د ځانګړي مابعدالطبیعات او ابدیت په حواله کړي :

دلته پوښتنه پیداکیږي چي د ادب اوفن دمابعدالطبیعیات او ابدیت څخه زما مراد څه دی ؟
ادب یافنون لطیفه په بنیادي توګه دښایست دفلسفې سره تړلي حقیقتونه دي فنون لطیفه خپل ځانګړي ازاد موضوعي اومعروضي هدفونه لري اوترالهامي مذاهبو ډېروړاندي تاریخي سابقه لري د فنون لطیفه پروړاندي بنیادي پوښتنه دا ده چي ښایست څه دی ؟
ښایست څومره معروضي او څومره موضوعي دی ؟ محبت څه دی؟ وصل څه دی؟ اودمحبت دجدلیاتي رشتې په سوب د ژوندانه تفهیم څرنګه ومنځته راځي ؟ اوځیني وخت دجمال اوجلال د ازلي منبع ،خدای په حواله خپل نظر وړاندي کوي اوکله –کله ښایسته نفسیات لري اودمسایلو د تاریخ هراړخیزه جبرته د استرداد په ژبه مثبت ځواب وایي :
سوال دا دی چي پښتو شاعري په دا حواله ترکومه حده دجمالیاتو و فلسفې ته نژدې هدفونه لري ؟ او هغه د اظهار ذات په باب کي ترکومه حده یو ازاد زړه او ذهن لري ؟

زمایودوست چي ډېر ښه اومعروف شاعردی زه له هغه سره هم دا اختلاف لرم ،زماپه نزد هغه یوغټ شاعرهم کېدای سوای که هغه په خپله شاعري کي د اظهار ذات جمالیاتي هدف په خیال کي نیولی وای هغه دخپلي شاعرۍ دښایسته مرغه دواړه وزر په دې غیرجمالیاتي غوښتنه سره غچي کړل چي په خپله شاعري کي ځان ښه پښتون او مسلمان ثابت کړي ایاواقعي دیوې غټي شاعرۍ هدفونه هم دا وي ؟

زه په خپله د دې نقطې سره اتفاق نلرم زماپه نزد شاعري باید افاقي قدرونه او د وحدت انسانیت لوړمرام په نظرکي وساتي اوپه دې لړکي هم هغه باید چي رڼافقط دجمالیاتي فلسفو څخه واخلي ، پرځای ددې چي د سماجي نظریاتو د ودي او پراختیا وغیرجمالیاتي هڅوته دي دوام ورکړي ، زه ددې قایل یم چي د ادب ،مذهب اوفلسفې ځیني مسایل سره ګډ دي یاداسي ووایم چي د ژوند ځیني طبیعي اومابعدالطبیعاتي مسایلو د درو واړو په هدفونو کي شامل دي لاکن دایپروچ(رسایي ) په حواله دیوه اوبل سره ډېرتوپیر لري .

ادب د ژوند جمالیاتي مسایل په نظرکي ساتي اودجمالیاتي بصیرت په توسط دهغودحل کولو هڅه کاندي په نظري حواله که ځای پرځای کله درې واړه سره نژدې راځي خوپه جوهري حواله د درو واړو لاري جدا،جدا دي د دې درو حقیقتونو په منځ ي دتعامل او اثرپذیرۍ ریښه پرخپل ځای لاکن درې واړه خپل جدا،جدا مابعدالطبیعات اوځانګړي ابدیت لري :

که ډېر بې ځایه جرات اوجسارت ونه منل سي نوبه داسي ووایم چي د ادب خدای د فلسفې اومذهب له خدای څخه یو بېل ځانګړی حقیقت او ابدیت لري او په ځیني حوالو بیا ادب دخدای د موجودګۍ اومنلو دضرورت څخه لاهم ازاد زړه او ذهن په خیال کي ساتي :

زماپه خیال دا هغه وخت دی چي دیوه شاعریادفرد تاریخي حالات او خپله بڼه سپړي ،مطلب مي دا دی چي په نړیوال تناظر کي دفنون لطیفه د اقلیم ډېرنامتو خلګ یاخو لادریان وو،یا نوبیا خدای منکره لاکن د دې باوجود ولي چي دهغو د جمالیاتي فلسفو موضوعي اومعروضي حقیقتونه اوابدیت په خپلو اثاروکي په نظر کي ساتلي وو، نوتراوسه لا ژوندي پاته دي .

دلته به بې ځایه نه وي چي د دې ذکروسي چي د اردو ادب ډېر غټ شاعران مذهباً هندوان وو او دي په اوسنۍ حواله به دفراق ګورکهپوري نوم واخلم دکلاسیک هندو اردو شاعرانو ذکرد اوږدوالي له ویري پرېږدم .

یادعربي ژبي دعیسایي لیکوالو او شاعرانو په لړکي دخلیل جبران نوم دیوه مثال په توګه راوستلی سو ،زمامطلب دا دی چي ادب د مذاهبو له تقسیم څخه ماورا یو جدا حقیقت اوابدیت لري د دنیا پرمخ هیڅ یوځای هم هندو ادب ،عیسایي ادب اودیهودي ادب اصطلاحات وجود نلري ادب دهري ژبي چي دی هغه یوانساني میراث ګڼل کیږي اودمذهب ،جغرافیه اونسل په کرښو نه ویشل کیږي .

زه کله –کله دپټي خزانې په تناظرکی سوچ کوم که چیري وحبیبي صاحب ته یوه داسي تذکره په لاس ورغلې وای چي په هغې کي دپښتنو تراسلام وړاندي اثارهم راغونډسوي وای نو آیا بیابه موږ هم دعقیدې پراساس ویش کولای ؟ یعني دپښتني بت ،پښتني هندو،پښتني زردشت،پښتني مزدک او د اوسنۍ اسلامي شاعرۍ په خانو به مي ویشلای ؟

زماپه خیال اوس هم پښتني اولسي ادب د پښتنو دتېرسوي اوفناسوي تهذیبونو ډېر فکري او ادبي اثرات په خپل وجود کي ژوندي ساتلي دي زه نه پوهیږم چي دعقیدې پراساس باندی هغه له پښتو څخه ایستل څو جمالیاتي جواز لري ؟

بې ځایه به نه وي که دفنون لطیفه اومذهب دتاریخي اړیکي په باب یوڅوکرښي ولیکم په دې حواله دمذهب رویه راته ډېره معاندانه مخالفانه ښکاري،اسلام دفنون لطیفه د واړو عناصرو ،کلک مخالفت په تاریخي حواله په نظرکي نیولی دی د اسلامي اصولو په وړاندي مصوري ،موسیقي ،بت تراشي ،شاعري ،تصویرکشي ،تیاتر ،فلم سازي اوفلسفي ،روشن فکري او ددې قبیل نور اصناف دشجر ممنوع حیثیت لری همدا وجه ده چي اسلامي نړۍ اوپښتني ټولنه دفنون لطیفه اوروشن فکرۍ په دنیاکي هیڅ یو امتیاز په برخه نه لري او اوس لا د خامپوړو په حالت کي پرڅلورباندي ځي ،آیا د مصورۍ ،موسیقۍ ،بت تراشۍ ،شاعرۍ او فلسفې په حواله څو پښتانه یا مسلمانان فنکاران په بین الاقوامي حواله یوشناخت لري ؟

ځواب یې د نشت سره برابر ښکاري سوب یې دا دی چي هیڅ یوشاعر اومسلمان فنکاربه داسي نه وي چي دتخلیق دعمل په جریان کي د مذهب دموانع تر اثر لاندي، دی د احساس ګناه ښکارنه وي په اسلامي اوپښتني ټولنه کي تخلیق کاران دګیتارس دهوسایۍ پرځای دمذهبي نیوکو دخوف تراثرلاندي ژوندتېروی دتخلیق دغوښتني باوجود ،هغه خپل تخلیقات دعقیدې په تنګه دایره کي دساتلو تاریخی مجبورۍ په غاړه لري ،په یوه داسي ذهني اونفسیاتي منفي صورت حال کي څرنګه کېدای سي چي هغوی دي د دانتې د ډیواین کامیډي اودملټن دورک جنت په څېرابدي شاعرانه اثار په خپلو ژبوکي ولیکي .

ځکه غوښتنه لرم چي اوس نو باید د شاعرۍ ،نورو فنون لطیفه او مذهب ترمنځ د حد برابرۍ هڅه پرځای کړو او دواړه دخپلو خپلو حقیقتونو او ابدیت په حواله کړو ،احتمال ددې سته چي دځیني نارسا ذهنونو حامل څه خلګ دي زماله وینا څخه دا بې ځایه مطلب اخذکړي چي ګوا زه خلګ دمذهب وتکذیب اودخدای وانکار ته راهڅومه ،حال داچي زمامقصد تش او تش دا دی چي باید شاعری ،سیاست اونورلطیف فنون دمذهب اوعقیدې له استحصال څخه خلاص کړل سي ،شاعران او تخلیق کاران کایناتي پېش اوپس منظر په خیال کي وساتي اودمابعدالجدیدیت جمالیاتي اساس دخپلو تخلیقي اثارو لپاره معیار وټاکي اوپښتو ادب او فن دهغوی دخپل ځانګړي جمالیاتي مابعدالطبیعات اوابدیت په حواله کړي په دې حواله مي زړه سي چي دمشهور الماني مفکراوشاعر په زړه پوري یوې ویناته دلوستونکو خیال راوګرځوم هغه نابغه روزګار داسي وایي .

هریوڅیز لره فناسته
خویوازي عظیم او ارفع ارټ دی
چي په وختونو کي وځان ته ابدي ژوند ګټي
نورخوپرېږده
چي په اخرکي دیوتاګان هم دمرګ په
خوپ کي ورک سي
لاکن دا عظیمه شاعري ده
چي دمرګ او اجل په ګرفت کي نه کښېوځي
اوپه ابدي توګه ژوندۍ پاته کیږي !

(پروفېسرراز دعمرې څخه دبیرته راستنیدو په مهال مشرورور حاجي درمحمدرسالدار سره د روغبړ په مهال )

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه