ويب ډیسک
جمعې په ورځ د پېښور کوچې رسالدار سیمه د شیعه جومات دننه ځانمرګي چاودنې ولړزوله چې د روغتون چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۰ تنه لیډي ریډنګ روغتون ته راوړل شوي دي.
د روغتون چارواکو لږترلږه د ۸۰ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړ شوی.
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سیف ویلي، په چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي چې د هغه په وینا ځانمرګی و. هغه زیاته کړه چې په برید کې دوه ترهګر هم شامل دي.
د پلازمېنې ښار پولیس افسر (سي سي پي او) د پېښور محمد اعجاز خان وویل چې د لیډي ریډنګ د میډیا منیجر عاصم خان وویل چې تر دې دمه روغتون ته ۳۰ تنه مړی راوړل شوي دي.
سي سي پي او وايي چې د لومړنيو رپورټونو له مخې د ښار په قيسه خواني بازار کې دوو بريدګرو جومات ته د ننوتلو هڅه وکړه او په ولاړ پوليس يې ډزې وکړې. سي پي او وايي، چې په نتيجه کې يو پولیس وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی. هغه وویل: هغه پاتې بریدګر بیا په جومات کې دننه منډه کړه او بم یې وتړلو.
پولیس چارواکي وحید خان اې پي ته وویل، چاودنه په داسې حال کې شوې چې د کوچې رسالدار په جومات کې لمونځ کونکي د جمعې لمانځه لپاره راټول شوي وو.


