ويب ډیسک
تازه رپوټونه وايي چې د پاکستان په سيلابونو کې د شنبې په ورځ هم ۵۷ کسان مړه شوي چې ۲۵ یې ماشومان دي. دې سره په دغو سېلابونو کې د مړه شوو کسانو شمیر ۱۲۶۵ ته رسېدلی چې په دې شمېر کې ۴۴۱ ېې ماشومان دي.
د پاکستان په سېلابونو کې د ماشومانو د مرګ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ادارې یا یونیسف د جمعې په ورځ وويل چې تر سيلابونو وروسته ناروغیو له کبله، د ماشومانو د «لا ډيرې» مړېنې خطر موجود دی.
په پاکستان کې سېلابونه د جون له مياشتې راهیسې ادامه لري. د لومړيو اټکلونو له مخې دغو سيلابونو پاکستان ته د ۱۰ ميليارډ ډالرو په ارزښت زیانونه رسولي، په داسې حال کې چې سروې ګانې لا هم ادامه لري.
رويټرز خبري آژانس له کراچۍ ليکي چې نن شنبه د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ په اسلام آباد کې د سيلاب ناورین د ارزونې په موخه د لوړپوړو چارواکو یوه غونډه جوړيږي.
د ملګرو ملتونو سازمان پاکستان سره د ۱۶۰ ميلیون ډالرو د مرستې غوښتنه کړی دی. سربیره پر دې، د پاکستان سیلاب ځپلو سره د نړیوالو بشري مرستې هم ادامه لري او پاکستاني چارواکو د لا ډیرو بشري مرستو د رسیدو خبر هم ورکړی دی.


