دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان ولسمشر عارف علوي اسمبلۍ ماتې کړې له دې سره سم...

د پاکستان ولسمشر عارف علوي اسمبلۍ ماتې کړې له دې سره سم عمران خان اولس باندی د ټاکنو لپاره د چمتوالي غږ وکړ

ويب ډیسک

دپاکستان وزیراعظم عمران خان  وایي دهیواد صدر ته یې داسمبلیو ماتولو وړاندیز لیږلی ا‌ؤ‌ په قام یې غږ کړی دی چې نوؤ ټولټاکنو لپاره تیاۍ ونیسي.

هغه دا اعلان داتوار په ورځ وروسته له هغې قام ته پخپله یوه لنډه وینا کې کړی دقامي اسمبلۍ ډپټي اسپیکر د وزیراعظم پرضد اپوزیشن ډلو لخوا وړاندې کړل شوی تحریک مسترد کړو اؤ داسمبلۍ غونډه یې وځنډوله.

داسمبلۍ له غونډې ځنډیدو سمدستي وروسته عمران خان په ټيلي ویژن راڅرګند شو اؤ قام ته یې دبې باورۍ دتحریک په مسترد کیدو مبارکي وویله .

 

هغه وویل صددر ته یې داسمبلیو دماتولو وړاندیز لیږلی اؤ کله چې هغه دا وړاندیز ترلاسه کړي نو اسمبلۍ به ماتې شي.

عمران خان وویل قام باید نوؤ ټولټاکنو ته تیاری ونیسي.

هغه وویل دبې باورۍ تحریک باندې زیات خلک خفه وؤ اؤ دا د الله فضل دی چې اسپیکر دا تحریک مسترد کړو

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه