یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاپوزيسيون ګوندونو د پاکستان د اسمبلۍ اسپیکر ضد د بې باوري تحريک...

اپوزيسيون ګوندونو د پاکستان د اسمبلۍ اسپیکر ضد د بې باوري تحريک جمع کړلو

ويب ډیسک

د پاکستان اپوزيشن ګوندونو په داسې حال کې د قامي اسمبلۍ د سپېکر د ليرې کولو لپاره عدم اعتماد تحريک جمع کړی چې تمه ده همدغلته د وزيراعظم عمران خان پر ضد د بې باورۍ تحريک ته رایه واچول شي.

د قامي اسمبلۍ د سپېکر سيکريټرېټ کې د اپريل په درېيمه جمع شوي د اپوزيشن په تحريک کې راغلي چې سپېکر اسد قېصر د خپل ګوند تحريک انصاف په حق کې د قامي اسمبلۍ کارونه مخته بيايي نو ځکه بايد په دې دنده پاتې نه شي.

په تحريک کې غوښتنه شوې چې زر تر زره دې پر دې رايه واچول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپريل په درېيمه د وزيراعظم عمران خان پر ضد هم پر عدم اعتماد تحریک رایې اچول کيږي. دا تحريک د مارچ په اتمه وړاندې شوی وو.

د قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره د حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو ضرورت دی.

د حکمران تحریک انصاف او اتحادي ګوندونو د غړو شمېر ۱۷۸ وو خو د متحده قامي مومنټ تر بیلېدو وروسته اوس دا شمېر ۱۷۱ پاتې شوی.

د ايم کيو اېم د غړو سره د اپوزیشن شمېره ۱۷۰ ته رسېدلې او وايي چې د تحريک انصاف ځينو غړو هم ورسره وعده کړې چې د عمران خان پر خلاف به رایه اچوي.

عمران خان د مارچ پر ۳۱مه، ملت ته په یوه تلویزوني وینا کې ادعا وکړه چې د “یوه هېواد” لخوا یې خط ترلاسه کړی چې پکې د وزیراعظمۍ له دندې څخه د هغه د ليرې کېدو ذکر شوی دی.

هغه زیاته کړه چې، روسیې ته د هغه په وروستي سفر، ځيني بهر ملکي قوتونه خپه دي او د هغه حکومت ختمول غواړی.

تر دې مخکې نوموړي په يوه جلسه کې يو بند کاغذ خلکو ته ښودلی او ويلي يې وو چې په دې خط سره نوموړی ګواښل شوی دی.

خو د اپوزیشن ګوندونه بیا وايي، داهسې پلمې دي چې واکمن ګوند او مشران یې د خپل حکومت د بچ کولو لپاره کوي.

په دې لړ کې د پاکستان پیپلز ګوند او مسلم لیګ نون ګوند مشرانو بلاول بوټو زرداري او شهباز شریف نظرونه مخې ته راغلي دي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اپریل په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم د فبرورۍ پر ۲۳مه روسیې ته له سفر وروسته د هغه د لرې کولو لپاره، د سازش خبره کوي خو پیپلز ګوند له دې سفره وړاندې، د هېواد اقتصادي حالت ته په کتو، د وزیراعظم خلاف هلې ځلې پیل کړې وې.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه