یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسیما سمر : اړمن خلک دې د ناغیړۍ له امله نه شکنجه...

سیما سمر : اړمن خلک دې د ناغیړۍ له امله نه شکنجه کېږي.

ويب ډیسک

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د اروپايي پارلمان د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اړمن خلک دې د ناغیړۍ له امله نه شکنجه کېږي.

 

سیما سمر په دې اړه زیاته کړی، که د افغانستان روانو ستونزو ته پام ونه شي، دا بحران به لا پراخ شي «د افغانستان خلک واقعیا بشري مرستو ته اړتیا لري او دا باید د واک خلک په خبرو پورې مشروط نه وي.»

 

اغلې ثمر وویل دا د نړیوالو اخلاقي مسوولیت دی چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې په افغانستان کې د اړتیا وړ خلکو سره مرسته وکړي.

 

د اروپايي ټولنې پارلمان د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د “افغان ښځو ورځې” تر عنوان لاندې ځانګړې دوه ورځنۍ ځانګړې ناسته وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه