ویب ډیسک
د ایران په کرمان کې چېرته ته چې د سپاه پاسدران پخواني قوماندان قاسم سليماني د تلين مراسم راون ؤ، د دوو پرلپسې چاودونو په پايله کې تر دې دمه ۱۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه تنه ټپيان شوي.
د ایران دولتي چارواکو دغه “ترهګریز” بريد بللی او د لومړنيو راپورونو له مخې يادې چاودنې دوه بمي بريدونه ګڼل شوي دي.
د راپورونو له مخې لومړۍ چاودنه د قاسم سليماني قبر ته څېرمه او بله يې له ۱۰ دقيقو وروسته د صاحبالزمان جومات ته نږدې رامنځته شوې ده.
قاسم سليماني په ۲۰۲۰ کال کې د امريکا له لوري د عراق پلازمېنې بغداد کې د يو هوايي بريد په پايله کې ووژل شو.
د امريکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ، قاسم سليماني د نړۍ يو لوی ترهګر بللی ؤ او ويلي يې ؤ، چې نوموړي د نړۍ په ناامنه کولو کې مهم رول درلود.


