یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو له ایران څخه هیواد ته ۳۴۴۰ افغان کډوالو د ستنېدو خبر...

طالبانو له ایران څخه هیواد ته ۳۴۴۰ افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

ویب ډیسک

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د غبرګولې میاشتې پر لسمه له ایران څخه هیواد ته ۳۴۴۰ افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن پنجشنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) ویلي چې یادو کډوالو څخه ۳۴۴۰ افغان کډوال د هرات اسلام کلا او نیمروز میلک سرحدي بندرونو له لارې له ایران څخه په زور او خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو په اساس له دغه کډوالو زیاته برخه په زوره له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د روانې غبرګولې میاشتې له شپږمې څخه بیا تر دامهاله ۱۰۷۹ افغان کډوالو له پاکستان څخه هیواد ته ستانه شوي دي.
د وزارت د معلوماتو په اساس له یادو څخه زیات یې هغه دي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلرل.
په بیان کې ویل شوي چې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه تازه ستنو شوو سره د ملګرو ملتونو مرستې هم شوي دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه