یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان بنديزونو د افغانستان سوډاګري او ټرانزيټ ایران ته اړولی دی

د پاکستان بنديزونو د افغانستان سوډاګري او ټرانزيټ ایران ته اړولی دی

ویب ډیسک

اورشلم پوسټ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد، په حواله راپور ورکړی چې د ټرانزیټي موافقې په چوکاټ کې د پاکستان له خوا د «ځینو خاص شیانو» پر واردولو محدودیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ د ۵۰ سلنه کموالي لامل شوی دی،

د دي رپوټ له مخې په کابل کي د پاکستان د تجارتی پلاوی او طالب چارواکو ترمېنځ په دوه ورځنیو خبرو اترو کي د تجارتی مسائلو تر څنګ د قاچاق په وړاندې د مبارزې په ستراتېژۍ باندې هم خبرې اترې وشوې.

دغې اسراييلي رسنۍ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستيو شخړو او کړکېچونو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دې کړکېچونو د دواړو لورو ترمنځ ډيپلوماټيکې اړيکې ترينګلې کړې، دواړو غاړو ته يې د پام وړ اقتصادي زيانونه اړولي او په هر هېواد کې يې ټولنې او سوداګريزې چارې اغېزمنې کړې دي. دا دوه هیوادونه اغیزمن کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه