ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی دی، چې افغانستان د وسلو له پلوه يو له ککړو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر اغېز يې پر ماشومانو دی.
دغې ادارې پرون (دوشنبه، د وري ۱۳مه) د یوه پیغام له لارې هرات او غزني کې د ماینونو د چاودنو له کبله د لسو ماشومانو د وژل کېدو غبرګون کې وویل، “ماشومان حق لري چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي”.
په پیغام کې راغلي، چې موږ باید د ماینونو د پاکولو، د ماینونو د خطر په اړه د روزنې او له قربانیانو سره د مرستې لپاره په ګډه کار وکړو.
څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې اعلان وکړ، چې افغانستان کې هره میاشت ۶۰ کسان د ناچاودېدونکو مهامتو د چاودنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.


