یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاوکراين: د چيرنوبيل له اتومي برېښناکوټ څخه د روسي ځواکونو وتل روان...

اوکراين: د چيرنوبيل له اتومي برېښناکوټ څخه د روسي ځواکونو وتل روان دي

ويب ډیسک

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د مارچ په ۳۱مه نېټه د اوکرايني چارواکو په قول خبر ورکړی، چې روسي ځواکونه د چيرنوبيل له اتومي برېښناکوټ څخه په وتلو بوخت دي او د دغه برېښناکوټ د کنټرول حق يې په يوه کتبي سند کې اوکراين ته سپارلی دی.

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې روسي ځواکونه د چيرنوبيل له اتومي برېښناکوټ څخه وتلي او د بلاروس په لور يې حرکت کړی دی.

اعلاميه وايي، چې، د روسيې دوه پوځې ډلې د چيرنوبيل اتومي برېښناکوټ د کارکوونکو له استوګنځي څخه وتلې او د بېلاروس پر لور خوځېدلې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه