ویب ډیسک
د انعکاس خصوصي ټلویزیون درې ښځینه کارکوونکي د جلال اباد ښار اوله ناحیه کې وسله والو وژلي
یوې حکومتي سرچینې اوویل چې د انعکاس ټلویزیون د دوبلې برخې دغه درې ښځینه کارکوونکې نن مازیګر څلور نیمې بجې په داسې وخت وسله والو په ډزو ویشتلې چې له دفتره تازه وتلې وې او پیاده روانې وې.
د ننګرهار دولتي روغتون ته دوه جسدونه او یوه ټپي مېرمن روغتون ته ور وړل شوې وه، چې ټپي شوې مېرمنې هم وروسته ساه ورکړې ده.
بل لور ولسمشرۍ ماڼۍ ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون د ښځینه کارکوونکو وژل کېدل غندلي دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر غني دغه تروریستي پېښه غندلې او ویلي دي، چې د بې ګناه افغانانو په ځانګړي ډول پر ښځو تروریستي بریدونه د اسلام دین سره په تضاد کې عمل دی او دا پېښې روان بحران او جګړه لا اوږدوي.
ولسمشر ویلي طالبان پر دغه راز بریدونو او د ویرې او ډار فضا په ایجادولو سره نشي کولای له جمهوریت او د وروستیو دوو لسېزو لاسته راوړنو څخه د دفاع غږ چوپ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.


