یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوې ښځې د کرونا مثبت ټیسټ له کبله د الوتکې په تشناب...

یوې ښځې د کرونا مثبت ټیسټ له کبله د الوتکې په تشناب کې ځان قرنطین کړ

ويب ډیسک

یوه امریکایي ښځه له شکاګو څخه ایسلنډ ته د پرواز پر مهال کله چې د خپل کرونا ټیسټ له مثبتې نتیجې څخه خبریږي، په ساعتونو ځان د الوتکې په تشناب یا توالت کې بندوي.

نوموړې په دې لنډه موده کې د ټولنیزو شبکو په یوې مشهورې څیرې بدله شوه چې اوس په میلیونونو تعقیبوونکي لري.

د الوتکې مسافره ماریسا فوتیو، په ستونې کې د خارښت او درد تر احساسولو وروسته متوجه شوه چې خپل د کرونا ټیسټ وکړي.

دغې امریکایي ښوونکې وروسته تر دې چې د کرونا ټیسټ یي مثبت وخوت، په الوتکې د سپرو کسانو د حفاظت په خاطر ځان د الوتکې په توالت کې قرنطین کړ او د سفر تر پایه یعنې ۴ ساعته په توالت کې پاتې شوه.

میرمن فوتیو وروسته له دې چې په توالت کې په رضا ډول د قرنطین ویډیو یي خپره کړه، په ټولنیزو رسنیو کې په یوې مشهورې څیرې بدله شوه.

هغه ویډیو چې ماریسا فوتیو خپره کړې وه، د پنجشنبې ورځې له غرمې وروسته تر ۴،۳ میلیونه ډیر وارې لیدل شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه