ویب ډیسک
د دوشنبې په ورځ، د دیر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ساجد علي سیمه ییزو خبریالانو ته وویل چې هغه په فیسبوک کې له امریکایي ښځې راسموسن مندي سره ملګرتیا کړې ده.
“د ملګري کېدو وروسته، هغه خپله هیله څرګنده کړه چې پاکستان ته راشي او زما سره وویني، نو ما ورته هرکلی ووایه.” د اپر دیر ولسوالۍ د پولیسو چارواکي وايي چې ۴۳ کلن راسموسن منډي اوس مهال په سیمه کې دی. هغه د ۳۲ کلن ساجد علي سره د لیدو لپاره راغلې ده.
د پولیسو د چارواکو په وینا، امریکایی وګړی د پاکستان لپاره د ۹۰ ورځو سیاحتي ویزه لري.
ساجد علي سیمه ییزو رسنیو ته وویل چې یو کال وړاندې یې له یوې امریکایي ښځې سره ملګرتیا کړې وه. بیا ښځې پخپله ماته وړاندیز وکړ، چې ما ومنله.
هغه وايي، “موږ لا تر اوسه د واده کولو پریکړه نه ده کړې، خو هرکله چې ښځه ووایي واده به وکړو.”
ساجد علي وویل، “موږ پښتانه یو.
څوک چې موږ ته مینه راکوي، موږ هم په بدل کې مینه ورکوو.”
امریکایی میرمن راسموسن مندي د دیر ولسوالۍ د خلکو د میلمه پالنې څخه خپله خوښي څرګنده کړه.
هغه وويل چې د ساجد علي د ډي پي انځور له ليدلو وروسته په لومړي نظر کې مينه شو.
“ساجد یو مخلص او هوډمن کس دی، نو ما پریکړه وکړه چې هغه زما د ژوند ملګری کړم.”
د ځوان ساجد علي په وینا، هغه ۳۲ کلن دی، پداسې حال کې چې امریکایی ښځه ۴۳ کلنه ده.


