دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنامتو هندي سندرغاړی کې کې ومړ

نامتو هندي سندرغاړی کې کې ومړ

ويب ډیسک

مشهور هندی سندرغاړی «کی کی» تیره شپه په کولکاته کې د یوه پروګرام پر مهال تر سندرو ويلو څو ساعته وروسته ومړ. د هغه طبعیت تر خرابیدو وروسته هغه روغتون ته انتقال کړای شو، چیري چې ډاکترانو هغه مړ وباله.

په درو ورځو کې په هند کې دا دویم سندرغاړی دی چې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د یکشنبې په ورځ سدهو موسی والا، په ډزو وژل شوی و.

۵۳ کلن کرشن کمار کنتهه، چې په کی کی مشهور و د کنسرت پر مهال یي طبعیت خراب شو، خو سره له دې یې هم خپل پروګرام ته دوام ورکړ. هوټل ته تر ستنیدو وروسته یي طبعیت لازیات خراب او بې هوښه شو. کله چې نوموړی سیمه ایز روغتون ته ورسول شو داکترانو وویل چې هغه مړ دی.

کی کی، په ۱۹۹۹م کال کې د «پل» په نوم خپل البم سره د سندرغاړي په توګه د هند د هنر په ډګر کې د شهرت لوړ مقام ته ورسید. خو د سټیج پر سر کنسرت ورکول یي ډیر خوښ و. نوموړي پر هندي سربیره په تمیل، تیلګو، کنړ، ملیالم، مړاټهي او بنګالي ژبو سندرې ویلې دي.

د کی کی مړينې د هندي موسیقۍ مینه وال لا زیات خواشینې کړل. مخکې تر دې د یکشنبې په ورځ د هندي پنجاب مشهور سندرغاړی سدهو موسی ولا، د نامعلومو وسله والو له خوا ۲۰ ډزه ویشتل شوی او وژل شوی و.

د هند د لومړي وزیر نریندر مودي ترڅنګ، د هند د سینما مشهورو هنرمندانو، سیاستوالو او لوبغاړو د کې کې پر مړينې خپله خواشينې څرګنده کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه