دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد مزدور ورځ، انسان هدف که وسيله ؟

د مزدور ورځ، انسان هدف که وسيله ؟

لیکنه: عاشق الله صافي

د سرمايي بټي په دي ګرمه ده

غريب دې مړ شي خو غربت دې نه مري

د مې د مياشتې لومړۍ ورځ چې د مزدور د ورځې په نوم پېژندل کېږي، د غه ورځ د انساني وجدان هغه ژوندي غږ دی چې د تاريخ له ژورو څخه راپورته کېږي او انسان ته خپل مقام ور په يادوي. دا ورځ موږ دې ته هڅوي چې د کار، اقتصاد او نظامونو تر شا هغه بنسټيزه پوښتنه بيا راژوندۍ کړو: انسان څه دی، او د کوم هدف لپاره دی؟

د انسان د حقيقت په درک کې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې هغه يو دوه اړخيز موجود دی—مادي او روحي. د هغه بدن د بقا لپاره خوراک، اوبه، دوا او سرپناه غواړي، او همدې اړتياوو هغه کار کولو ته اړ کړی دی. کار د انسان لپاره يوازې اقتصادي فعاليت نه دی، بلکې د ژوند دوام دی. خو که د انسان ارزښت يوازې همدې اړخ ته راکم شي، نو بيا هغه د يوې ماشينې قوې په څېر شي. ځکه چې انسان روح هم لري، او روح خپل خوراک غواړي: عبادت، ذکر، علم، اخلاق او معنا. دلته هغه ژوره توازن رامنځته کېږي چې د انسان حقيقت جوړوي.

همدا توازن دی چې الهي لارښوونه يې ساتي. انسان ته عقل ورکړل شوی، خو دا عقل يوازې نه دی پرېښودل شوی، بلکې وحي ورسره مل ده. تر هغه چې عقل د وحي په رڼا کې حرکت کوي، د انسان ژوند له توازنه ډک وي. خو کله چې عقل له دې رڼا بېل شي او ځان بسيا وبولي، نو بيا د تاريخ په اوږدو کې بېلابېل نظامونه راپيدا کېږي چې هر يو د حقيقت يوه برخه نيسي، خو بشپړ حقيقت له لاسه ورکوي.

کپيټليزم د عقل د همدې خپلواک حرکت يوه بېلګه ده. دي نظام د علم، صنعت او اقتصاد په برخه کې ستر پرمختګونه راوړل. انسان وکولای شول چې طبي پرمختګ وکړي، توليد زيات کړي او نړۍ له مادي اړخه بدله کړي. خو دلته يوه بنسټيزه خطا رامنځته شوه: انسان د وسيلې په توګه تعريف شو. مزدور د بازار عنصر شو . د هغه ارزښت د کرامت په تله کښی نه بلکه د ګټې په ميزان کښې وتلل شو همدا وجه ده چې د سرمايې بټۍ ګرمه شوه، خو غربت لا هم ژوندی پاتې شو.

د همدې بې عدالتۍ پر وړاندې کميونيزم راپورته شو. دی نظام غوښتل چې عدالت راولي او استثمار ختم کړي. خو دلته بيا بل افراط پېښ شو. د سرمايې پر ځای دولت مرکز وګرځېد او انسان د يوې ټولنيزې نظريې تابع شو. فردي ازادي محدوده شوه او انسان د يوې لويې ماشينې پرزې ته راکم شو. نو دلته هم انسان هدف نه و، بلکې وسيله و—يوازې د وسيلې بڼه بدله شوې وه.

په دې اړه علامه اقبال د کارل مارکس په اړه يو ژور شاعرانه، تصوير داسې وړاندې کوي:

وہ کلیمِ بے تجلّی، وہ مسیحِ بے صلیب

نیست پیغمبر و لیکن در بغل دارد کتاب

دا دې حقيقت ته اشاره ده چې فکر موجود و، خو الهي رڼا نه وه. يعنې عقل کار کاوه، خو وحي ورسره نه وه. د دې دواړو تر منځ سوشليزم د توازن هڅه وکړه. دا نظام هڅه کوي چې عدالت او ازادي سره يو ځای کړي، خو بيا هم نيمګړی پاتې کېږي، ځکه چې هغه لا هم د انسان بشپړ تعريف نه لري. هغه انسان يا اقتصادي موجود ګڼي يا ټولنيز عنصر، خو د هغه روحي اړخ ته بشپړ ځای نه ورکوي.

په همدې ځای کې اسلامي فکر يو جامع تصوير وړاندې کوي. دلته انسان نه يوازې يو کارکوونکی دی او نه يوازې يو عبادت کوونکی، بلکې يو داسې موجود دی چې کار يې هم عبادت کېدای شي که د عدالت، نيت او اخلاقو سره مل وي. دلته اقتصاد د اخلاقو تابع دی، او اخلاق د اقتصاد تابع نه دي کله چې عقل د وحي تابع شي، نو نظام انساني کېږي، کار عزت پيدا کوي او مزدور خپل مقام ترلاسه کوي.

په همدې مانا کې دا ژوره خبره وړاندې شوې ده، حمزه بابا وايي:

ژوند ته وګوره ژوند څه دی؟ همه کار دی، همه کار دی هغه ژوند په مرګ حساب دی، په دنيا کې چې وزګار دی

حمزه بابا کار د ژوند له ذات سره تړي، خو دا کار بايد له معنا، عدالت او توازن سره مل وي، نه دا چې انسان ترې د وسيلې په توګه وکارول شي.

الله رب العزت فرمايي: لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي كَبَدٍ

انسان په زحمت، مبارزه او هڅه کې پيدا شوی دی. خو دا زحمت د تحقير لپاره نه دی، بلکې د ارتقا لپاره دی. کله چې دا زحمت د عدالت او کرامت سره مل شي، نو انسان لوړوي؛ خو کله چې له استثمار سره يو ځای شي، نو انسان ماتوي.

د ماشومانو مزدوري بيا د دې ټول بحث تر ټولو دردناکه انځور دی. ماشوم چې بايد د علم، لوبو او روحي ودې په پړاو کې وي، کله چې د اقتصاد د فشار لاندې کار ته اړ کېږي، نو دا د ټولنې اخلاقي ناکامي ده. دا يوازې فقر نه دی، بلکې د انسان د راتلونکي د له منځه وړلو يوه بڼه ده.

که موږ دا ټول بحثونه سره يو ځای کړو، نو يو بنسټيز اصل راڅرګندېږي: هغه نظام چې انسان بشپړ ونه پېژني، هغه به تل نيمګړی وي. کپيټليزم انسان اقتصادي موجود ګڼي، کميونيزم هغه ټولنيز عنصر بولي، خو يو متوازن نظام هغه وخت رامنځته کېږي چې انسان د خپل ټول وجود—بدن، عقل او روح—سره وپېژندل شي.

د مزدور ورځ موږ ته دا ژوره فلسفي او اخلاقي معنا راکوي چې انسان بايد د هر نظام محور وي. هغه بايد هدف وي، نه وسيله. ځکه که انسان هدف وګرځي، نو عدالت، اقتصاد او ټولنه ټول سمېږي. خو که انسان وسيله وګرځي، نو که هر نوم ورکړې، پايله به هماغه وي.

غريب دې مړ شي خو غربت دې نه مري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه