د «سي اين این» رسنۍ د خپلو خبرو سرچینو له خولې ويلي، ایران له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو په اړه خپله وروستۍ طرحه (وړاندیز) پاکستاني منځګړو ته سپارلې ده. تراوسه په دقیق ډول نه ده څرګنده چې په دې طرحه کې څه شامل دي او یا دا چې ټرمپ به یې ومني او که نه.
دواړه هېوادونه له نږدې څلورو اونیو راهیسې، وروسته له هغه چې پر یوې لنډمهالې اوربند هوکړې ته ورسېدل، په یو ستونزمن حالت کې ښکېل دي؛ امریکا د ایران بندرونه محاصره کړي او د هرمز تنګی هم په عملي ډول د تهران لخوا تړل شوی پاتې دی.
د راپور له مخې، داسې ښکاري چې خبرې اترې په ټپه ولاړې دي، خو ټرمپ پرون وویل چې د ده او څو محدودو کسانو پرته بل څوک د دې خبرو له وضعیت څخه خبر نه دي. د نوموړي دا څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې د مذاکراتو بهیر لا هم روان دی.


