دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد نړیوال جام سیالیو کې نن د سه شنبې په ورځ د...

د نړیوال جام سیالیو کې نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان او انګلستان د لوبډلو ترمنځ نیمه پای لوبه ده.

ویب ډیسک

له ۱۹ کلنو د کم عمره کریکټ لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو کې نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان او انګلستان د لوبډلو ترمنځ نیمه پای لوبه ده.

دا دوهم وار دی چې د افغانستان د ځوانانو لوبډله د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته رسیږي.

تر دې دمخه د افغانستان لوبډلې د کوارټر فاینل په یوه زړه پورې سیالۍ کې د سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لار ومونده.

د لوبغاړو د تشویق له پاره جایزې

له انګلستان سره د نیمه پای لوبې د ترسره کیدو دمخه د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبي له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې د ځوانانو د ننۍ سیالۍ له پاره د جایزو اعلان کړی.

هغه د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلي چې سلیزه کوونکي او همداشان پنځو ویکټو اخیستونکو لوبغاړو ته به ۲۰۰۰ ډالره انعام ورکړي. همداشان هغه پنځوسیزه کوونکي لوبغاړي ته ۵۰۰ ډالر او د لوبې د غوره لوبغاړي له پاره د ۱۰۰۰ ډالرو انعام ورکولو اعلان کړی دی.

امریکا میشتې یو افغان سوداګر نصیر یاسني، هم د افغانستان د کریکټ د لوبغاړو د ننۍ لوبې له پاره جایزې اعلان کړي دي.

هغه په فیسبوک کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي دي چې سلیزه کوونکي او پنځو ویکټو اخیستونکو له پاره بیا ۳۰۰۰ ډالر او همداشان پنځوسیزه کوونکي لوبغاړي ته د خپل شرکت له لوري د ۵۰۰ ډالرو ورکولو اعلان کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه