ویب ډیسک
د بې سرحده خبریالانو سازمان ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه بللي دي.
دغه سازمان په افغانستان کې د خبریالانو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲۱ خبریالان زنداني شوي او درې خبریالان لا هم په بند کې دي.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې دایمي رسنۍ هم تر فشار لاندې دي.
تر دې مخکې د ا،ا،ا ویاند ذبیح .الله م.جاه.د ویلي وو چې په افغانستان کې پر رسنیو هیڅ ډول فشار نه دی راغلی او رسنۍ ازادې فعالیت کوي.


