دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيیوناما : ا،ا ته د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي...

یوناما : ا،ا ته د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته ورسوئ

ويب ډيسک

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت يا يوناما په دغه هېواد کې د طالب واکمنانو غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره چټک اقدامات ترسره کړي، تر څو د هغو کړنو مخه ونیول شي چې د ښځو حقونو او د هغوی بنسټیزو ازادیو ته سیستماتیک زیان اړوي.

یوناما دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ نمانځل کیږي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شوی دی.

دا کمپاین د نوامبر پر ۲۵مه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، پیل کیږي اود ډسمبر پر لسمه چې د بشري حقونو ورځ ده.

په همدې تړاو د یوناما له دفتره پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتنبایوا له قوله راغلي چې افغانستان کې د ښځو وضعيت د لا خرابېدو خواته روان دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه