یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپوځ ادعا کوي چې ۳۳ تنه بریدګر یې وژلي او د ژغورنې...

پوځ ادعا کوي چې ۳۳ تنه بریدګر یې وژلي او د ژغورنې عملیات یې بشپړ کړي.

ويب ډيسک

که څه هم د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي، د مساپرو د ژغورلو عملیات پای ته رسېدلي خو بلوڅ بیلتون پالې ډلې بي‌اېل‌اې خبرداری ورکړی و چې که د یرغملو د خلاصون هڅه وشي نو “ناوړه پایلې” به ولري.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو رسنیزه څانګه ادعا کوي چې ۳۳ تنه بریدګر یې وژلي او د ژغورنې عملیات یې بشپړ کړي.

د پاکستان د پوځ یو ویاند جنرال احمد شریف وايي، وړاندې تر هغه چې پاکستاني امنیتي ځواکونه عملیات پیل کړي، وسله والو ۲۱ تنه وژلي وو. ښاغلی شریف ادعا کوي چې د عملیاتو پر وخت ټولې سپرلۍ خوندي ساتل شوي او چا ته زیان نه دی اوښتی.

د پاکستاني پوځ ویاند ویلي چې عملیاتو ته کې ښکېل څلور پاکستاني سرتېري هم وژل شوي.

په پاکستان کې پوځي سرچینو ادعا کړې چې په دغه اورګاډي کې له سپرو ۴۰۰ کسانو یې ۱۵۵ تنه ژغورلي دي.

خو معلومه نه ده چې پاتې هغه لا هم په اورګاډي کې دي او که نه.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بوګټي ویلي چې پر جعفر اېکسپرېس برید ورته “د زغملو نه دی” او ګواکې په دغه ایالت کې د “امنیتي‌ خوندیتوب لپاره اړ دي چې سختې پرېکړې وکړي.”

ښاغلي بوګټي ویلي، “څوک چې تاوتریخوالی کوي، د حکومت د ماتولو خبره کوي او ټوپک راخلي نو حکومت به یې ريښې اوباسي.”

ښاغلي بوګټي د بلوچستان قامي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي چې، “حکومت اوس هم له صبر کار اخلي‌ چې باید وایې نه خلي. هغوی به زموږ پنځه سوه تنه وژني او موږ به ورځو او بښنه به ترې غواړو؟. موږ باید پر دې جګړه پوه شو.”

د دواړو لورو تر منځ‌ دا غبرګونونه داسې مهال په ډاګه کېږي چې پر یاد اورګاډي برید باندې تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت اوښتی خو لا هم کره معلومات نه شته چې ټولټال څومره کسانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.

شنونکي وايي، بلوڅ بیلتون غوښتونکي غواړي له دې بریده په لویه کچه د خپلو غوښتنو لپاره ګټه پورته کړي.

د پاکستان یوه پخواني سناتور افراسیاب خټک له بي بي سي سره خبرو کې وویل، داسې بریښي چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو ځواک تر پخوا پیاوړی شوی.

هغه وايي په تېر کې یوازې په بګټي او مري قبایلو کې بیلتون غوښتونکو فعالیتونه کول خو اوس ښاري سیمو ته هم دا بهیر پراخ شوی او د ډېرو نورو سیمو خلک هم له دغو ډلو سره ملګري شوي.

خو دا چې د پاکستان پوځ به د دا ډول بریدونو پر وړاندې څه وړ ګام اخلي ښاغلی خټک وايي ” د بلوڅو بیلتون غوښتونکو خلاف د پاکستان پوځ عملیات له ۲۰۰۵ کال راهیسې چې جنرال مشرف پیل کړي وو روان دي، یوازې بڼو کې بدلون راځي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه