دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههندوستان هېواد مرسته شوي غنم افغانستان ته رسېدلي دي

هندوستان هېواد مرسته شوي غنم افغانستان ته رسېدلي دي

ويب ډیسک

د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی دی چې د هندوستان هېواد مرسته شوي غنم افغانستان ته رسېدلي دي چې په هرات کې به اړمنو کورنیو ته وویشل شي. همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام تازه په افغانستان کې د غنمو د ۳۵ سلنه کمي خبرداری ورکړی دی.

ډبلیو ایف پي د دوشنبې په ورځ ناوخته پر خپلې ټویټر پاڼې د انځورونو په خپرولو سره خبر ورکړی دی چې د هندوستان هېواد د مرسته شویو غنمو له جملې یوه اندازه یې هرات ولايت ته رسول شوي، څو پر اړمنو کورنیو وویشل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، هندوستان سږ کال له افغانستان سره د ۱۰ ټنه غنمو مرستې ژمنه کړې ده، خو تر اوسه معلومه نه ده چې له دغو ۱۰ زره ټنو یې څومره افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ډبلیو ایف پي ویلي دي چې هند په ۲۰۲۲م کال کې هم له افغانستان سره د ۴۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې وه. د خوړو نړیوال پروګرام د هند له دې مرستي سره سم په افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو د کمښت خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې وچکالۍ او د غنمو پر فصلونو د ملخانو چپاو ته په اشارې ویلي دي چې دغه هيواد په روان زیږدیز کال کې د غنمو له ۳۰ تر ۳۵ سلني کمښت سره مخ کېدونکی دی. د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، ښايي د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د غنمو له فصلونو کم حاصلات ټول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه